اسلام آباد 24 نومبر (اے پي پي) د پ??ښو?? په حيات آباد سي??ه كښې ځانمرګې بمي چاودنه كښې د ايډېشنل انسپكټر جنرل (اے ??ئي جي) هېډكوارټرز محمد اشرف نور شهيد او پينځه پوليس اهلكار ژوبل شوي دي ۔د پ??ښو?? پوليس مشر طاهر خان مېډيا ته ووئيل چاودنه ځانمرګې بريد ؤ او هدف اشرف نور ؤ۔چاودنه هغه مهال وشوه كله چې ځانمرګي بريد كوونكې د چاودېدونكو توكو څخه ډك موټر سائيكل د ايډېشنل ??ئي جي ګاډي د زرغوني جومات سره نزدې ټكر كړو ۔د پوليس اے ??ئي جي د كور نه ډيوټۍ لپاره روان ؤ ۔په چاودنه كښې ګاډې پھ بشپړ تباه شوې او ژوبل شوي اهلكار د حيات آباد مېډيكل كمپلېكس ته رسولې شوي چې پكښې د يو حالت نازك ښودلې ش??ې۔?? بم ډسپوزل سكواډ له مخې په چاودنه كښې د 15 نه تر 20 كلوګرامه چاودېدونكي توكي كارولې شوي۔د پیښې نه پس امنيتي ځواكونو سي??ه محاصره كړې او د لټون عمليات يې پېل كړي ۔وزيراعظم شاهد خاقان عباسي٬د كورنيو چارو وزير احسن اقبال٬د پنجاب وزيراعلٰی محمد شهباز شريف٬د خېبرپښتونخوا ګورنر اقبال ظفر جهګړا٬د وزيراعظم صلاحكار امير مقام٬د اطلاعات او خپرونو دوهمې وزيرې مريم اورنګزېب٬د پي ټي ??ئي چيئرمېن عمران خان او د پي پي پي چيئرمېن بلاول بهټو زرداري د چاودنې سخته غندنه كړی ده او د ارواښاد بخښنې لپاره يې دعا كړې۔