اسلام آباد ۔ 29 اکتوبر (اے پی پی) تعليم ٬ سائنس او كلتور لپاره د ملګرو ملتونو ادارې يونېسكو وادي كېلاش كښې د موسمياتي پېشګويو روايتي پخوانې نظام “سوري جېجك” كلتوري ورثه ګرځولو سره د پاكستان په خواست ئې په نړيواله كلتوري ورثه كښې د ددې روايتي قديم نظام شاملولو پرېكړه كړې دغسې چې لمر ٬ سپوږمۍ او ستورو ته كتلو سره د موسم په اړه معلومات ترلاسه كولو له پخوانۍ ورثه ژوندۍ وساتلې شي۔ د قامي تاريخ او ادبي ورثې ډويژن دوهم سېكتر نذير احمد اے پي پي سره خبرو كښې ووئيل “سوري جېجك” ?? كېلاش وداۍ يو پخوانے روايت دے كوم چې په دمه دمه ختمېدو پلو روان دے۔ده ووئيل د يونېسكو دې ګام سره به ددې روايت باقي پاتې كېدو كښې مرسته ترلاسه شي۔ ده ووئيل پاكستان ددې روايت په نړيواله كلتوري ورثه كښې د شاملولو په لړ كښې يونېسكو ته باقاعده خواست كړے وو۔ او په دې لړ كښې پاكستان د سوئيلي آسيا يواځنې هېواد دے كوم چې په دې اړه يونېسكو ته خواست كړے۔ او يونېسكو په كال 2018ﺀ كښې د نړيوال ثقافتي ورثې په فهرست كښې ددې پخواني روايت د شاملولو پرېكړه كړې۔ د يونېسكو يو جائزه ډله د خواست جاج اخلي۔ او دا بېن الحكومتي كمېټي به په نومبر يا دسمبر كښې كېدونكې خپله 13مه غونډه كښې د دې حتمي پرېكړه كوي۔