نيويارك 30 اکتوبر (اے پي پي) په ??يويارك كښې د پاكستاني قونصلېټ جنرل تر سيوري لاندې د تورې ورځې په ??ړ كښې دستوره وشوه٬ په دستوره كښې وېنا كوونكو په ??قبوضه كشمير كښې د هند د روانو ظلمونو غندنه وكړه او د كشمير په اړه د ملګرو ملتونو د قرارادادونو عملي كولو غوښ??نه ئې وكړه۔ د اكتوبر د 27مې نېټې كال 1947م په ??هال په ??شمير د هند د قبضې ورځ د تورې ورځې په توګه د لمانځلو په ??ړ كښې دې دستورې ته خپله وېنا كښې د پاكستان قونصل جنرل راجه علي اعجاز ووئيل د پاكستان حكومت او اولس د كشميري اولس د آزادې په ??څو كښې د سياسي٬ سفارتي او اخلاقي ملاتړ روان ساتلو عزم كړے۔ ده ګډون كوونكو ته ووئيل هغوي د كشمير مسئله په ??ړيواله كچه په ډاګه كولو لپاره خپلې هڅې زياتې كړي۔ په دې موقع قونصلر آف دي کمیونټي وېلفیئر حنیف چنه ،د کشمیر کونسل پخواني غړي سردار سرور خان، کشمیري مشرانو ملک ندیم عابد، خواجه فاروق، سردار امتیاز گړالوي، راجه رزاق، تاج خان، عظمیٰ ګل، چوهدري ظهور، خورشید بھټی او نعیم ګلګتی هم د خپلو خيالاتو څرګندونه وكړه۔ دوي ووئيل ملګرو ملتونو كشمير يوه لانجمنه سيمه تسليم كړې او د هند دا دعوٰي سراسر غلطه ده چې ګني كشمير ئې اټوټ انګ دے