اسلام آباد 26 اکتوبر (اے پي پي)د كشمير او ګلګت بلتس??ان چارو وفاقي وزير چوهدري برجېس طاهر وئيلي دي پاکس??ان او د کشمیر په تاريخ كښې 27م اكتوبر د تورې ورځ په توګه لمانځلې كېږي٬ هند د يو سوچ ترمخه په كشمير خېټه اچولې ده۔ دا خبرې وفاقي وزير چوهدري برجېس طاهر خبرې كنفرنس ته خپله وې??ا كښې وكړې۔ ده ووئيل كشمير د تكميل پاكس??ان نامكمله اېجنډا ده٬ مونږ خپلو كشم??ري??نو ورڼو ته باور وركوٶ چې (نن) د تورې ورځ په مهال به ټول پاكستانې قام كشميري ورڼو سره اوږه په اوږه ولاړ وي۔ ده ووئيل د ټول هېواد په ټولو صوبائي سرښارونو او لويو ښارونو كښې به خ??ص دستورې كولې شي۔ د كشمير او ګلګت چارو وفاقي وزير چوهدري برجېس طاهر ووئيل پاكس??ان به د كشم??ري??نو کی اخلاقي، سیاسي او سفارتي ملاتړ روان ساتي ۔ ده ووئيل پاكس??ان تل په نړيوالو فورمونو د كشمير كشاله رامخې ته كړې او پخواني وزيراعظم تل په عمومي اسمبلۍ كښې د كشم??ري??نو د حقونو خبره كړې او هم دغه وجه ده چې او آئي سي ٬ روس او چين هم د كشمير كشالې په اړه د پاكس??ان د دريځ ملاتړ كړې۔ ده ووئيل تر څو چې د كشمير كشاله د ملګرو ملتونو د قراردادونو له مخې هواره نشي تر ھغې وخت به پاكس??ان په قلاره نه كېښني