اسلام آباد 27 فروري (اے پي پي) خارجه وزير شاه محمود قريشي وئيلي دي چې پاكستان چري هم د خبرو اترو څخه په شا شوې نه دې، د امن ترلاسه كولو له خبرو اترو ته اړتيا ده، پاكستان قوم عمر له امن ته ترجيح وركوي، كه په مونږ كوم جارحيت مسلط كړې شو د هغې به ځواب وركولې شي۔ د خالي په ورځ د 27 فروري تاريخي ورځ په اړه وينا كښې خارجه وزير ووئيل چې پاكستان په نن ورځ په 27 فروري په زړه پوري ځواب وركړي،مونږ تاؤ ترېښوالې زياتول نه غوښتل مونږ نړۍ ته يو??ځې ښودله چې كه هند كه څه “مس ايډونچر” وكړو نو د خپلې دفاع همت او صلاحيت لرو۔پاكستان امن خوښې قوم دې او عمر له امن ته ترجيح وركوو۔ د امن ترلاسه كولو لپاره خبرو اترو ته اړتيا ده۔پاكستان چرې هم د خبرو اترو څخه په شا شوې نه دې۔خارجه وزير ووئيل د مودي حكومت د سيمې امن ته زيان رسولې ۔ په 26 فروري هند په بالاكوټ بريد كولو سره سياسي كاميابۍ لپاره د پلوامه ډرامه وكړه۔ وخت سره سره څرګنده شوه چې مودي د سياس?? مقصدونو ترلاسه كولو له دغه اقدام كړې ؤ۔خارجه وزير ووئيل د پاكستان قوم عمر له امن ته ترجيح وركوي خو كه مونږ جارحيت مسلط كړې شو نو ځواب به وركولې شي۔ هند ته وئيلي شوې ؤ چې كه څه ډول جارحيت وكړې شو نو د ځواب وركولو صلاحيت لرو۔ ده ووئيل نړۍ وكتله چې امن لپاره مونږ د هند نيولې شوي پائلوټ بيرته وركړې، دې نه ځانله مونږ د كرتار پور راهدارۍ لاره پرانستلي۔وزير خارجه د كشمير په اړه ووئيل مق??وضه كشمير كښې پورته شوي اقدامات كشميريانو رد كړي او نړۍ ګوري چې مق??وضه كشمير كښې د بشري حقونو خلاف ورزي كيږي ۔ د برتانيې پارلمان كښې د كشمير په صورتحال مباحثه شوي او هلت هد بشري حقونو په زيات شوي خلاف ورزو د تشويش څرګندونه شوي دغسې يو اين سيكرټري جنرل د پاكستان دورې په مهال مق??وضه كشمير په خراب صورتحال د تشويش څرګندونه كړي وه۔