اسلام آباد 25 فروري (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي راوي سټي منصوبه د لاهور ښار د ټولو ضرورياتو تر سره كولو لپاره مهمه ده،دې سره به د معاشي هلو ځلو ګڼي موقعې راپيدا شي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده لاهور كښ?? د سنټرل بزنس ډسټرکټ جوړولو او راوي سټي منصوبې په اړه د اوونيزې غونډې ??شر?? كولو سره وكړه۔ وزيرِاعظم ته والټن لاهور كښ?? د جوړيدونكې سنټرل بزنس ډسټرکټ جوړولو په اړه بريفنګ وركړے شو۔ غونډي ته ووئيل شول د زياتي آبادۍ ترمخه لاهور والټن كښ?? تربيتي پروازونو لپاره استعماليدونكے هوائي ميدان د پروازونو لپاره غير محفوظ دے،د دې خطرو م??تق?? مخنيوي او د آبادۍ تحفظ لپاره تربيتي پروازونو لپاره استعماليدونكے دا هوائي ميدان محفوظ ځاے ته منتقل كول ضروري دي۔وزيرِاعظم په دې خبره د خوشحالۍ څرګندونه وكړه چې په تيرو څو كلونو كښ?? د آبادۍ په وجه څه پېښې رامخې ته شوي خو په هغې كښ?? كوم ځاني زيان نه دے شوے۔ وزيرِ اعظم ته ووئيل شول سنټرل بزنس ډسټرکټ جوړولو نه پس د اربونو روپو ماليت دا زمكه بشپړه معاشي هلو ځلو لپاره كاريدې شي۔ وزيرِاعظم ته په راوي سټي منصوبه تر اوسه په شوي پيشرفت هم بريفنګ وركړے شو۔ وزيرِاعظم ته ووئيل شول مجوزه راوي سټي كښ?? ماحوليات ته خاص پام لرنه كيږي، راوي سټي كښ?? د كركيلي جديد تګلارې ورټيکل فارمنګ ته به وده وركولې شي او دې سره به پيداواري اضافه هم ممکن شي۔ وزيراعظم د راوي سټي منصوبې په اړه ووئيل راوي سټي منصوبه نه يواځي د لاهور وګړو نور ضروريات پورا کولو په اړه مهمه ده بلکه دې سره به لاهور ښار او د ټول هېواد اولس ته د معاشي هلو ځلو ګڼي موقعې راپيدا شي۔