اسلام آباد 25 فروري (اے پي پي) خارجه وزير مخدوم شاه محمود قريشي وئيلي دي د هند لخوا په ډز بندۍ صلاح راتلل خوشبينه ده، هند ته به په اخلاص سره د ډز بندۍ د لوظنامې پاسداري كول وي، هند په كال 2019م كښې د اګست په 5مه نېټه د يو اړخيزه اقدام نه پس په ماحول كښې چې كومه خرابي پېدا كړې د هغې سمولو ??پا??ه دا مهمه موقع ګڼم. د زيارت په ورځ د پاك هند د ډز بندۍ لوظنامې په اړه خارجه وزير په يو مهم بيان كښ?? وو??يل د پاكستان او هند ترمېنځه چې څومره سي بي اېم شوي ، پكښې تر ټولو مهمه د ډزبندې لوظنامه وه. د هند لخوا د ډز بندۍ د لوظنامې په خلاف ورزو مونږ پرله پسې احتجاج كړے. خارجه وزير وو??يل ده د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر او د سلامتي كونسل صدر ته يو شمېر خطونه ليږلي او د نړيوالې ټولنې پام ئې دې پلو راوګرځولے. مونږ واضحه كړې چې د سيز فائر په خلاف ورزو كښې زمونږ بې ګناه وګړي مري . ده وو??يل چ د ډز بندۍ د لوظنامې خلاف ورزو سره كه يو خوا په منطقه كښې تاٶ تريخوالې زياتېږي نو ورسره امن ??و امان ته هم سخت خطرات پېښېږي. خارجه وزير وو??يل نن د پاك هند په سيز فائر اتفاق يو مهم پرمختګ ګڼم، دا سباٶن ??پا??ه يوه ښه ابتدا كېدې شي. خارجه وزير وو??يل تر څو چې ماحول نه وي سازګار شوے، مونږ به د مقبوضه كشمير په مسئله پرمختګ څنګه وكړے شو. زما چې كله نړيوالې ټولنې سره رابطه ??شوه نو ما هغوي د منطقې د امن ??و امان د خطرو نه خبره كړه. ده وو??يل هندي سركار له به د كشمير په پاليسي نظرثاني كول وي. كشميريان د دهلي سركار د غلطو پالېسو په سبب د دوي څخه لرې شوي . نن كروندګر د هندي سركار د رويې نه خفه دي او احتجاج كوي. خارجه وزير وو??يل پاكستان ګاونډيانو هېوادونو سره سوله ايزې اړيكې غواړي. زه د هند لخوا په ډزبندې صلاح كېدل ” دېر آيد درست آيد” ګڼم