لاهور۔30اکتوبر(اے پی پی) د وزيراعظم خصوصي مرستيال ډاكټر شهباز ګل وئيلي دي چې د نظرياتي او جغرافيائي پولو ساتنه د حكومت ذمه واري ده۔ د اياز صادق بيان سم نه دے۔ د پاكستان بريا د متنازعه كولو هڅه كولې شي۔ د اپوزيشن بيانونه د هېواد سلامتيا له تباه كن دي۔ ??اكستان مخالف بيانيه قومي اسمبلۍ كښې بهادرۍ سره بيانولې شي۔ د اياز صادق بيانيه په هن??ي ميډيا پرله پسې روانه ده۔ كه پښې مو رپېدې نو په بله ورځ به مو د هن?? دوه الوتكې نه رانسكورولې۔ هغه د جمعې په ورځ پي آئي ډي لاهور كښی خبري كنفرنس ته خطاب كولو۔ هغه ووئيل نن د مينې وېشلو ورځ ده۔ عمران خان يو ريښتونے او پوخ مسلمان دے۔ د ??بی کریمؐ په شان كښې خبره وشوه نو عمران خان په بشپړه توګه غږ پورته كړو۔ هغه ووئيل د نواز شريف پېروي كوؤنكې ګټلې شوې مقابله څنګه متنازعه جوړوي۔ تاسو ټولو وليدله۔ شهباز ګل ووئيل مسلم ليګ د عمران خان دښمنۍ كښې دومره وړاندې تلې دي چې هن?? سره ملګرتيا كوي۔ ګوجرانواله، کراچۍ او كوئټه كښی ئې څه ونكړل نو اوس پاكستان مخالف بيانيه اسمبلۍ كښې وړاندې كولې شي۔ ??غه ووئيل مونږ د جنېوا كنونشن نه وړاندې د مدينې رياست منو په كوم چې په ښكاره ډول وئيلي شوي دي چې بنديوانو سره څنګه سلوك بايد وكړے شي۔ ??غه ووئيل ستاسو بيانيې سره دښمن هېواد كښې خوشحالۍ دي۔ هن??ي ميډيا دا په بشپړه توګه وچولوله۔ هغه ووئيل د اهلكار مقبول بټ په هن??ي زندان كښې ژبه كټ كړې شوه ولې ه??ه د هېواد په ضد يوه خبره ونكړه او نه ئې كوم راز ښكاره كړو۔ او تاسو د څو ټكو په خاطر هر څه ووئيل۔ كرنل بابر كوم چې په وھيل چيئر دے چا چې دښمنانو سره جنګ وكړو٬ هغه ووئيل زمونږ د ځوانانو پښې رپي نه بلكه د هغې قرباني وركوي۔ ??غه ووئيل سياسي او عسكري مشرتابه او عدليه له به په دې سوچ كول وي او كوډ آف ??نډ??ټ به جوړول وي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ه??ه ووئيل فواد چوهدري د هېواد سلامتيا په ضد كومه خبره كړې نه ده هغه د سفارتي هڅو په اړه خبره كړې ده۔