اسلام آباد 22 اکتوبر (اے پی پی) خارجه و??ير مخدوم شاہ محمود قریشی وئيلي دي د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کونسل ټاكنو كښې د پاکستان واضح کامیابی ?? نړيوالې ورورولۍ د بشري حقونو تحفظ لپاره زمونږ په هڅو د باور څرګندونه ده،پاکستان به د مظلومه کشمیریانو سیاسی، سفارتی ا?? اخلاقی ملاتړ روان ساتي۔ده دا خبره په نیویارك كښې د پاکستان مستقل استازي منیر اکرم سره په خپلو خبرو كښې كړې۔ چا چې د زيارت په و??ځ خارجه و??ارت كښې ده سره ملاقات كولو۔ملګرو ملتونو كښې د پاکستان مستقل استازي منیر اکرم د ملګرو ملتونو د بشري حقونو كونسل په ټاكنو كښې په ښه کامیابۍ خارجه و??ير له مبارکي وركړه۔ خارجه و??ير د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ 75مې غونډې او ملګرو ملتونو د بشري حقونو کونسل ټاكنو په مهال په ښه کوآرډینېشن د پاکستان مشن کردار ستائلو سره ووئيل د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کونسل په ټاكنو كښې د پاکستان واضح کامیابی ?? نړيوالې ورورولۍ د اړخه د بشري حقونو تحفظ لپاره زمونږ په هڅو د باور څرګندونه ده۔ مخدوم شاہ محمود قریشی ووئيل مقبوضه جمو او کشمیر كښې د هند قابضو عسكرو د اړخه د بشري حقونو خلاف ورزو سلسله روانه ده۔ هند د نړيوال قوانین او سلامتی کونسل قراردادونو خلاف ورزۍ كولو سره په لائن آف کنټرول بې ګناه وګړي په نښه كوي۔ شاہ محمود قریشی ووئيل پاکستان به د مظلومه کشمیریانو سیاسی، سفارتی ا?? اخلاقی ملاتړ روان ساتي۔ملګرو ملتونو كښې د پاکستان استازي منیر اکرم د خارجه و??ير مننه كولو سره باور وركړو چې په مظلومو کشمیریانو روان ظلمونه په ډاګه كولو له به په زړه پورې هڅې كولې شي