اسلام آباد 06 ستمبر (اے پي پي) صدر مملكت ډاكټر عارف علوي د وزيراعظم عمران خان لخوا د كراچې ښار دورې په مهال كراچې لپاره د 1100 اربه روپو نه د زيات ما??يت د پېكج هركلې كړے. د اتوار په ورځ په ټويټر په خپلو پېغامونو كښې صدرمملكت و??ئيل چې كراچې لپاره د 1100 اربه روپو د ما??يت پېكج او د سندھ ضرورياتو لپاره د نورو خبرو اترو عمل خوشبينه دے. صدر مملكت و??ئيل چې د كراچې ښار ستونزې د پيپلز ګوند او د پاكستان تحريك انصاف ترمېنځه په خلوص سره د مرستې د لارې حل كېدې شي. ده ووئيل چې اوس دا پېكج عملي كول به مونږ ??پاره يو ازمېښت و??. صدر مملكت و??ئيل چې په دې خبره د ځان پوهولو ضرورت دے چې وګړي او اولس مونږ ??پاره اهميت لري. صدر ووئيل چې كراچې ښار ټېكس وركوونكې د هېواد تر ټولو لوي ښار دے كوم چې بارانونو سخت ځپلې. صدر ووئيل چې د كراجې بېلا بېلې ستونزې حل كولو ته د پام كولو ضرورت دے