اسلام آباد 06 ستمبر (اے پي پي) په ټول هېواد كښې د دفاع او شهيدانو ورځ په روايتي جوش او جذبه ولمانځلې شو??٬په جوماتونو كښې د هېواد سلامتيا او استحكام لپاره خاص دعاګانې وكړی شوې٬د قائد په مز??ر د ګارډ بدلون وشو٬د پاك فضائيه چټك ډلې د ګارډ فرائض سنبهال كړل٬په جي اېچ كيو كښې پھ مركزي دستوره كښې سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوه د شهيدانو په يادګار ګلونه كېښودل۔د دې ورځې په مناسب د صدر مملكت٬وزيراعظم٬د سېنېټ چيئرمېن او ډپټي چيئرمېن٬د قامي اسمبلۍ سپيكر او ډپټي سپيكر او د اعلٰی وزيرانو پشمول د مهمو سياسي شخصياتو خاص پیغامونه شائع كړی شو??۔په ورځپاڼو كښې د دفاع ورځې په مناسبت خاص اېډېشن هم شائع كړې شو?? چې پكښې د وطن تحفظ او سلامتيا لپاره قربانۍ وركونكو شهيدانو او غازيانو ته د عقيدت پیرزوينې وړاندې كړې شوې۔په اليكټرانك او ??رن?? مېډيا كښې خاص پروګرامونه خپرولې شي۔د دفاع ورځې په موقع د نشان حېدر ترلاسه كونكو شهيدانو په قبرونو ګلونه وشيندل شو??۔د دفاع ورځ په وفاقي پايه تخت كښې د 31 او او په صوبو كښې د 21 توپو سلامۍ سره پېل شوې وه۔