اسلام آباد 27 اګست (اے پي پي) د وزيراعظم د موسمياتي بدلون خاص مرستيال ملك امين اسلم په مشرې كښې د لس بلين ټري ??ونامي پروګرام د پرمختګ په اړه مهمه غونډه وشوه. په غونډه كښې د موسمياتو بدلون وزيرمملكت زرتاج ګل وزير، پارلماني سېكرټري ??خسانه نويد، اېډيشنل سېكرټري ??ودت اياز او جوائنټ سېكرټري ??لېمان خان وړائچ ګډون وكړو. په غونډه كښې د پنجاب د ځنګلاتو محكمې چارواكو هم ګډون وكړو. په غونډه كښې د بېلا بېلو پروژو د پرمختيائي چارو جاج واخستل شو. په دې موقع د وزيراعظم سلاكار ملك امين اسلم وو??يل چې د وفاقي حكومت لخوا صوبائي حكومتونو ته بجټ جاري كړے شوے او دوي ته د بجټ شاملولو هدايت هم شوے. ده وو??يل چې ځنګلي حيات او د دوي د مسكن تحف?? د ??وسمياتي بدلون د محكمې په ترجيحاتو كښې شامل دے.غون??ې ته وزيرمملكت زرتاج ګل وزير وو??يل چې بايد د ماحولياتي بدلون محكمې د اقداماتو په اړه صوبائي حكومتونه په اولس كښې د خبرتيا كمپائن ته خاص پام وكړي. په دې لړ كښې دې صوبائي حكومتونه خپله لائحه تياره كړي او په سمدستي توګه دې اقدامات وكړے شي