اسلام آباد 25 اګست (اے پي پي) خارجه وزير شاه محمود قريشي هيله څرګنده كړې طالبانو سره د ستونزو باجود هم په نزدې راتلونكي كښې د شخړې د هواري لار رواتلې شي، دا لار هواره ساتلو لپاره طالبان اماده ليدلے كېږي، طالبان د دوحه په لوظنامه د من و عن عمل كولو پابند دي، طالب پلاوي س??ه په مثبت، تعميري او ??وستانه ماحول كښې مذاكرات شوي . د نهې په ورځ په خارجه وزارت كښې د ملا برادر په مشرې كښې د افغان طالب پلاوي سره د مذاكراتو نه پس مېډيا س??ه په خبرو كښې خارجه وزير ووئيل په مذاكراتو كښې د كال 2019م نه واخله تر اوسه د حالاتو احاطه شوې. ده ووئيل په افغانستان كښې امن او ??ستحكام لپاره د پاكستان كردار تل مثبت پاتې شوے. د افغان كډوالو ذكر كولو سره خارجه وزير ووئيل دوي نن هم په دې مننه كوي چې پاكستان دوي لپاره د خپلو زړونو او كورونو دروازې خلاصې كړې. ده ووئيل پاكستان د وړومبې ورځې نه د افغان شخړې په سوله ايز حل ټينګار كړے. وزيراعظم عمران خان تل هم دا خبره كړې چې افغان شخړه په طاقت نه شي حل كېدې. تقريباً 22 كاله پس نړۍ دې نتيجې ته راورسېده چې د افغان شخړې يواځنې لار د سولې مذاكرات دي. ده ووئيل زمونږ منزل سوله ايز خوشحاله او مستحكم افغانستان دے. خارجه وزير ووئيل ځينې قوتونه پرله پسې د افغانانو ذهنونه متاثر كوي خو مونږ د افغان اولس بهتري غواړو. مونږ افغانستان متحد ليدل غواړو، مونږ ګڼو چې امن او ??ستحكام سره به په دې منطقه كښې د پرمختګ او ??وزګار موقعې پېدا شي او ??پلو بچو لپاره به غوره سباٶن جوړ كړے شو