اسلام آباد 25 اګست (اے پي پي) وفاقي كابينې وئيلي دي حكومت به د قانون يو ډول اطلاق له كوم ??عا??ت نه كوي، ميا نواز شر??ف وطن ته راوستلو لپاره به هر ډول اقدامات كولے شي، د اېن آر او په اړه به حكومت بلېك مېل نه شي، په تېر وخت كښې د اېن آر او په وجه د هېواد په قرض كښې څو چنده زياتوالے شوے، هېواد په قرضونو كښې ښكېل كړے شوے، كابينې بليدا ټاٶن انفراسټركچر ډوېلپمنټ پراجېكټ لپاره د فرنټيئر كور بلوچستان ساٶتھ د دوو پلاټونونو منظوري هم وركړه. د وفاقي كابينې غونډه د نهې په ورځ د وزيراعظم عمران خان په مشرې كښې وشوه. په غونډه كښې په اوسنيو بارانونو كښې د كراچې پشمول د سندھ اولس په ستونزو اندېښنه وښودلې شوه او د دې ازالې لپاره د اقداماتو كولو په ضرورت ټينګار وكړے شو. غونډې ته د قبائيلي سيمو د انضمام نه پس د كوټه نظام او د دې سيم?? اولس د هېواد د نورو سيمو برابر كولو په اړه د كوټه سسټم په ګټه بريفنګ وركړے شو. په دې اړه وزيراعظم عمران خان ووئيل كم پرمختللې ٬ وروستو پاتې سيمې او طبقې د هېواد د نورو برخو سره سمولو ته حكومت پام لرنه كوي . كوټه سسټم د وړاندے پشان روان دے چې مقصد ئې وروستو پاتې شوي خلق د هېواد نورو برخو سره سمول دي. ده ووئيل دا خبره دې باوري كړې شي چې په كوټه سسټم كښې انصاف وي. د منصوبه بندې وفاقي وزير اسد عمر غونډه د آئين د تقاضو له مخې په پنجاب او خېبر پښتونخوا كښې د صوبائي مالياتي ايوارډ كميشن د تشكيل د عمل په اړه خبره كړه. كابينه قانون ته د مطلوب نواز شر??ف وطن ته د راوستلو د اقداماتو په اړه هم خبره كړې شوه. كابينې نوټ كړه چې ميا نواز شر??ف د حكومت لخوا د انساني همدردۍ په بنياد د وركړے شوي ??عا??ت څخه د ناجائز استعمال ارتكاب كړے. نواز شر??ف په عدالت كښې د ناروغتيا عذر سره د ضمانت درخواست كړے. په دې لړ كښې د اپوزيشن ليډر ميا شهباز شر??ف لخوا هم ګارنټي وركړې شوې. كابينې ته ووئيل شول په العزيزيه ريفرنس كېس كښې په كال 2019م كښې د اكتوبر په 29مه نېټه نواز شر??ف ته 8 اونيو لپاره ضمانت ترلاسه شوے ؤ. د نومبر په 16مه نېټه كال 2019م كښې د لاهور هائي كورټ لخوا د هغه نوم د اي سي اېل څخه د لرې كول?? او څلور?? اونيو لپاره بهر هېواد ته د تللو اجازه وركړې شوې وه . په دې لړ كښې ميا نواز شر??ف او ميا شهباز شر??ف دواړو شخصي ضمانت وركړے چې پكښې دوي د بشپړه مرستې كولو ، وطن ته د راستنېدو ، د مېډيكل رپورټونو جمع كول?? او د پاكستاني حكومت د استازي لخوا د مېډيكل رپورټونو په معائنه د كوم ډول اعتراض نه كولو ضمانت وركړے شوے ؤ . كابينې ته ووئيل شول په كال 2019م كښې د دسمبر په 23مه نېټه د ميا نواز شر??ف د وكيلانو لخوا په ضمانت كښې د پراختيا درخواست وكړے شو، په دې لړ كښې يو مېډيكل بورډ تشكيل كړے شو. د 19 نه تر 21 فرورې كال 2020م ذاتي اورېدنې لپاره درې موقعې وركړې شوې خو نواز شر??ف نه په خپله وړاندے ش?? او نه ئې كوم نوے مېډيكل رپورټ وړاندے كړو. په كال 2020م كښې د فرورې په 27مه نېټه د ميا نواز شر??ف په ضمانت كښې د پراختيا درخواست رد كړے شو. د ميا نواز شر??ف د روانېدو په وخت د برتانيې حكومت د لاهور هائي كورټ د پرېكړې او د لګولے شوو شرطونو نه خبر كړے شوے ؤ ، د مارچ په 2مه نېټه د برتانيې حكومت د پنجاب حكومت د پرېكړې نه خبر كړے شو. د كووېډ په وجه د بېلا بېلو هېوادونو پشان برتانيې د وزټ په وېزو كښې پراختيا كړې او ميا نواز شر??ف هم د دې پراختيا له مخې د وزټ په وېزه په برتانيه كښې موجود دے. كابينې ته ووئيل شول د نواز شر??ف د وكيلانو لخوا ضمانت لپاره د اسلام آباد په هائي كورټ كښې پېټيشن دائر كړے شوے چې پرېكړه ئې لا پاتې ده. كابينې ته ووئيل شول حكومت به د قانون يو ډول اطلاق له كوم ??عا??ت نه كوي، ميا نواز شر??ف وطن ته راوستلو لپاره به هر ډول اقدامات كولې شي، د اېن آر او په اړه به حكومت بلېك مېل نه شي، په تېر وخت كښې د اېن آر او په وجه د هېواد په قرضونو كښې څو چنده اضافه شوې، هېواد په قرضونو كښې ښكېل كړے شوے. په غونډه كښې د غنم?? او چينې په اړه هم كابينې ته بريفنګ وركړے شو. په غونډه كښې د سسټین ایبل ډوېلپمنټ ګولز اچیومنټ پر??ګر??م په اړه په ګائيډ لائينز كښې د بدلون كولو منظوري هم وركړې شوه