اسلام آباد 10 اګست (اے پي پي) وزيرا??ظم عمران خان سره د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ د 75مې غونډې نوي ټاكلي شوي صدر وولكن بوذكر د ګل په ورځ ملاقات كړے. د وزيرا??ظم دفتر د مېډيا څانګې لخوا جاري بيان له مخې وزيرا??ظم عمران خان وولكن بوذكر ته د ملګرو ملتونو د 75مې غونډې د مشر په ټاكلے كېدو مباركي وركړه. د ملاقات په مهال وزيرا??ظم د عمومي اسمبلۍ صدر د هند په غېر قانوني مقبوضه جمو كشمير كښې د بنيادي او بشري حقونو څخه سرغړونو او د سيمې د ډېموګرافك سټركچر بدلولو د هڅو نه خبر كړو او وې وئيل دا تنازعه د 7 لسيزو نه د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل په اېجنډا پرته ده. وزيرا??ظم د كال 2019م د اګست د 5مې نېټې نه د هند په غېر قانوني مقبوضه جمو كشمير كښې د بنيادي او د بشري حقونو څخه په لويه پېمانه او منظم ډول سرغړونو ، د مقبوضه جمو كشمير د اولس صورتحال او د هند لخوا د سيمې د ډېموګرافك سټركچر بدلولو د هڅو نه خبر كړو. وزيرا??ظم ووئيل ملګري ملتونه دې دا سنګين صورتحال او د ملګرو ملتونو د قراردادونو له مخې كشميري اولس ته د دوي د خپلواكۍ حق وركولو لپاره خپل كردار ترسره كړي. وزيرا??ظم هغه د كووېډ -19 وبا د معاشي او سماجي آغېز مقابلې لپاره د خپل حكومت د اقداماتو، چې مقصد ئې د اولس ژوند بچ كولو سره سره دوي ته د ژوند ضروريات وركول او د معيشت پايه چلول وو، څخه هم خبر كړو. ده ووئيل د ده حكومت د ټولنې ضرورت لرونكو او مستحقو طبقو لپاره د 8 اربه ډالرو د مرستې پېكج وركړے. دا د پاكستان په تاريخ كښې د كوم حكومت لخوا وركړے شوے تر ټولو لوي د سماجي تحفظ پېكج ؤ. وزيرا??ظم د قرضونو معافې په اړه په نړيواله كچه د اقداماتو په لړ كښې هغه د خپلو هڅو نه خبر كړو او د كورونا وائرس وبا سماجي او معاشي آغېز كمولو لپاره ئې پرمختګ كوونكو هېوادونو سره د زياتې مالي مرستې په كولو ټين??ار وكړو. وزيرا??ظم د ماحولياتي بدلون، اسلام فوبيا او د پرمختګ كوونكو هېوادونو نه د دولت غېرقانوني منتقلې په اړه خپل ترجيحات او معاملو ته د عمومي اسمبلۍ په راتلونكې غونډه كښې ?? اهميت وركولو په چارو رڼا واچوله. وزيرا??ظم هيله څرګنده كړ?? چې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په 75مه غونډه كښې به دې معاملو ته اهميت وركړے شي ځك?? چې د نړۍ د اربونو انسانانو سباٶن دې سره تړلے دے