اسلام آباد 04 اګست (اے پی پی)خارجه وزير شاه محمود قرېشي وئېلي دي چې پاكستان به د خپلواكۍ د حق ترلاسه كېدو پور د خپلو كشميري وروڼو ملاتړ روان ساتي٬ترڅو چې دوي د خپلواكۍ جائز حق نه وي ترلاسه كړې۔د پاكستان ټول قام٬سياسي ګوندونه٬سياسي او عسكري مشرتابه د كشمير په معامله يو ډول دريځ لري۔ده دا خبرې د نهې په ورځ په خارجه وزارت كښې د ټول ګونديز كنفرنس مشري كولو په م??ال وكړې۔ده د ټولو سياسي ګوند??نو مشرانو ته په م??بوضه جمو كشمير كښې د بشري حق??نو څخه د روانو سرغړ??نو او په م??طقه كښې د ام?? او امان صورتحال په اړه تفصيلي بريفنګ وركړو۔ده ووئيل چې ټولو كشميريانو تېر كال د اګست په پنځمه نېټه د هند لخوا په غېر قانوني مقبوضه جمو كشمير كښې د هند غېر آئيني او يو اړخيزه اقدامات رد كړې دي۔پاكستان په غېر قانوني مقبوضه جمو كشمير كښې د هند د بشري حق??نو څخه سرغړونې په هر يو نړيوال فورم په ډاګه كړې دي۔خارجه وزير ووئيل چې د هندي سركار د هند توا پالېسي نه يوازې كشميريانو بلكې د ټولې منطقې امن لپاره د خطر وړ ده۔ده ووئيل چې هند په م??بوضه كشمير كښ?? د ??وميسائل په قوانينو كښې بدلون كولو سره د آبادۍ تناسب بدلول غواړي كومه چې د نړيوالو قوانينو څخه په م??مل توګه سرغړونه ده۔ده ووئيل چې نن د پاكستان ټول سياسي ګوندونه د كشمير په مسئله يو موټې دي۔په غونډه كښې د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قيصر٬د سېنېټ چيئرمېن صادق سنجراني٬د اطلاعات او خپر??نو وزير سنېټر شبلي فراز٬د قانون وفاقي وزير بې??سټر فروغ نسيم٬د كشمير چارو وزير علي امين ګنډا پور٬د كشمير كمېټۍ چيئرمېن شهريار آفريدي٬د پارليماني چارو وزير مملكت علي محمد خان٬د قامي سلامتيا خاص مرستيال معيد يوسف٬د بين الصوبائي رابطه وفاقي وزيرې ډاكټر فهميده مرزا٬سنېټر مشاهد حسېن سيد٬فرح حبيب٬راجه ظفرالحق٬راجه پروېز اشرف٬سيد نويد قمر٬شيري رحمان٬سنېټر مشتاق احمد٬مولانا عبدالااكبر چترالي٬ايمل ولي خان٬سنېټر ستاره اياز٬سنېټر انوارالحق كاكړ٬سنېټر مرتضٰی جاوېد عباسي٬خواجه آصف او نورو مشرانو ګډون وكړو