اسلام آباد 20 جولائی (اے پی پی) د سی پیك اتھارټی چیئرمین لیفټیننټ جنرل (ر) عاصم سلیم باجوه وئيلي دي سی پیك سره به هيواد كښې د تعمیر او پرمختګ يو نوے دور پيل شي، ایم ایل ون منصوبه به ډيره زر ترسره شي او د سترو لارو جال به وغزولے شي۔ د دې خیالاتو څركندونه ده د ګل په ورځ د سینیټ د چین پاكستان اقتصادی راهدارۍ قائمه ??می??ۍ غونډه كښې د بريفنګ به مهال وكړه۔ عاصم سلیم ووئيل د ریلوے ټرانسپورټ شیئر 4 ف??صد?? څخه 20 ف??صد?? ته رسولے شي، حویلو كښې به لوي ډرائی پورټ جوړولے شي او اقتصادی زونز به هم جوړولے شي۔ د تفصیلات له مخې د قائمه ??می??ی غونډه د سېنېټرې شیری رحما?? په مشرۍ كښې وشوه۔غونډې ته د بریفنګ وركولو په مهال د سی پیك اتھارټی چیئرمین عاصم سلیم باجوه ووئيل د ایم ایل ون منصوبې ترمخه ریلوے ټرانسمیشن سسټم به بدلولے شي۔ ایكنك د 7.2 اربه ډالره د لګښت د ایم ایل ون منصوبې منظوری وركړې ده۔د ریلوے ټرانسپورټ شیئر به د 4 ف??صد?? څخه 20 ف??صد?? ته رسولے شي۔ده ووئيل ریلوے انجینئرز له به روس، المان او برتانیه كښې تربيه وركولې شي۔ اورنج لائن ټرین منصوبه به هم ډيره زر اولس لپاره پرانستلې شي۔ عاصم سلیم باجوه ووئيل په حویلو كښې به لوي ډرائی پورټ جوړولے شي چرته به چې د چین څخه راتلونكې سامان رارسي۔ زراعت به هم د سی پیك جوائنټ وركنګ ګروپ كښې شاملولے شي۔د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل ایران سره په پوله فینسنګ كیږي ، 100 كلومیټره خار دار تار به لګولے شي۔ ده ??می??ۍ ته ووئيل د رشكئی خاص اقتصادی زون پرانسته به هم ډيره زر وكړې شي۔ مانسهره تھاكوټ موټر وے به هم ډيره زر پرانستلې شي۔ د ??می??ۍ چیئرپرسن شیری رحمان اونورو سناتورانو د سی پیك اتھارټی چیئرمی?? په بریفنګ د اطمینان څرګندونې سره ووئيل د سی پیك منصوبه په سم پلو مخ په وړاندې روانه ده۔ د جماعت اسلامی امیر سېنېټر سراج الحق هم عاصم سلیم باجوه ته پي??زوئنې وړاندې كړي ده ووئيل د كورونا وائرس باوجود د سی پیك اتھارټی چئیرمی?? په زړه پورې كار كړے