اسلام آباد ۔ 30 مئی (اے پی پی) د پاكستان تحريك انصاف لارښود ډاكټر شهباز ګل د مخالفې ډ??ې مشر شهباز شريف د كورونا وائرس دلاسه د مړو شويو كسانو په اړه د وركړې شوي بيان په ځواب كښې وئيلي دي چې ??ے اولس بې وقوفه ګڼي۔ ده دروغ ووئيل او لندن ته لاړو۔ د ګوند معيار ئې دا دې چې ??رې ځله غوره كړے شوے وزيراعظم دومره اخلاقي جراﺀت نه لري چې ??يښتيا ووائي۔ دروغ وئيلو سره هېواد نه تښتېدلے دے۔ په هغه خلقو ترس راځي چی اوس هم دې دروغو ته غوږ كېږدي او دوئي لارښود ګڼي۔ د خالي په ورځ د سماجي رابطو په وېب سائټ ټويټر خپل پېغام كښې ده ووئيل ?? بده مرغه ټوله نړۍ كښې د كورونا دلاسه تباهي رامخې ته شوې ده۔ ده ووئيل ستا نزدې ملګري مودي سخت لاك ډاؤن كولو سره وليدل چې ??غلته هم كورونا د مرګونو سبب ګرځي۔ ده ووئيل ستا په وېنا د اسمبلۍ غونډه راوبللې شوه ولې تا هغې كښې ګډون ونكړو۔