اسلام آباد 06 مئي (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي اسلامي تعليمات٬ تاريخ ٬ دود دستور او د اسلامي ټولنو خصلتونه رامخې ته كولو كښې زمونږ د ميديا كردار مركزي دے٬ د کرونا ريليف فنډ پحقله د پاكستانيانو جذبه د ستائنې وړ ده، د انسانيت ?? خدمت هم دا جذبه زمونګ د ټولنې اصل طاقت او خوبي ده۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې د دې خي??لاتو څرګندونه وزيراعظم د شورو په ورځ سېنېټر فېصل جاوېد سره په ملاقات كښې كړې۔ د ملاقات په مهال د اسلامي هېوادونو ترمېنځه د تهذيب ٬ كلتور او فنون لطيفه مرستې ته د ودې وركولو پحقله هم د خي??لاتو څرګندونه وشوه۔ ملاقات كښې په خاص توګه د کورونا ريليف فنډ پحقله هم خبرې شوي۔ وزيراعظم عمران خان وئيلي دي اسلامي تعليمات٬ تاريخ ٬ دود دستور او د اسلامي ټولنو خصلتونه رامخې ته كولو كښې زمونږ د ميديا كردار مركزي دے۔ ده ووئيل په اوسني دور كښې ضرورت د دې خبرې دے چې د انسانيت ??حترام او په احساس آډانه اقدار رامخې ته كړې شي ۔ په اوسنۍ وضعه خبرو كښې وزيراعظم ووئيل زمونږ دين مونږ له د دړد مند او په سخته كښې د راګېر انسانيت ?? مرستې درس راكوي۔ ده ووئيل پاكستانيان كه د نړۍ په هر ګوټ كښې مېشته وي په هر سخت وخت كښې د خپلو وطن والو سره اوږه په اوږه ولاړ وي۔ په دې موقع سېنېټر فېصل جاوېد وزيراعظم د کرونا ريليف فنډ پحقله د پاكستانيانو د م??بت غبرګون په اړه خبر كړو