اسلام آباد ۔ 22 اپرېل (اے پی پی) د کووډ۔19 لپاره د وزيراعظم فوكل پرسن ډاكټر فېصل سلطان په اولس زور راوړے چې هغوي تر خپلو كورونو محدود پاتې ??ېد?? سره ټول ممكنه حفاظتي ګامونه خپل كړي ولې چې وائرس له تر څه مودې پاتې كېدې شي۔ د شورؤ په ورځ نجي ټي وي چېنل سره خبرو كښې ده ووئيل نړيواله وباﺀ پاكستان كښې زياته نه ده خپره شوې او له دې كبله دې خلق د سماجي فاصلې سره سره د حفظان صحت په اصولو عمل وكړي۔ ده ووئيل د هېواد مېډیکل او انفېکشن کنټرول مېکنزم به پياوړې كول وي كوم ته چې تېرو حكومتونو پام لرنه نه ده كړې۔ده ووئيل د كورونا وائرس له امله طبي نظام تندۍ سره ښه ??ړې شوې۔ ټولو ميډيكل كميونټيز د كار استعداد زيات ??ړې او په وبائي رنځ قابو موندلو له ئې د خپل ژوند تګلاره بدله كړې۔ فوکل پرسن ووئيل سباؤن كښې هم با??د احتياطي تدابير دغسې روان اوساتلې شي۔ ده ووئيل وزيراعظم عمران خان يو زيرك انسان دے كوم چې په دې سخت وخت كښې د شعور سره د سختو پرېكړو كولو صلاحيت لري