اسلام آباد 20 مارچ (اے پی پی) خارجه وزير مخدوم شاہ محمود قریشی وئيلي د سلف آئسولېشن، هیلتھ پروټوکول پیروی کولو ته اړتيا ده خو د دفتری کار د كور نه كوم، مونږ له د دې چیلنج مخنيوي لپاره يوې اجتماعی تګلارې ته اړتيا ده۔ د جمعې په ورځ خپل يو بيان كښې ده ووئيل تيره ورځ د ټيلي فون د لارې زما د خارجه سيكتر سر?? خبرې شوي او مونږ پريكړه كړي چې اوسني حالاتو تر مخه به د دفتر عمله كمولې شي او پاتې كوم چې د پبلك ټرانسپورټ د لارې هره ورځ دفتر ته راځي هغوي دې د كور څخه د دفتر كار ترسره كړي۔ ده ووئيل ټولې ادارې دې دا ډول حفاظتی اقدامات وكړي،مونږ له به دا خبره ترنظره ساتل وي چې كوم هم صوبائی یا وفاقی حکومت، يا يو كس د دې چیلنج په يواځې مقابله نه شي كولې د دې مقابلې لپاره به مونږ له خپلو كښې ټول اختلافات لري كولو سر?? په ګډه كار كول وي۔خارجه وزير ووئيل مونږ وړاندې څخه وئيل دا وخت د سياست او اختلافات نه دے ٬ سیاست کولو له ډير وخت دے،دا مهال د سیاسی مشرانو د اړخه د قامی بیانیې خبره مهمه او مناسب ده۔ ده ووئيل د دې قامی تګلارې ترمخه وزیر ??عظ?? د کرونا وباء په چیلنج قابو موندلو له د نېشنل سکیورټی کمېټۍ غونډه رابللې وه او په هغې كښې ټول صوبائی حکومتونه او قامی ادارې شامل کړې شوې وي او د يو مشاورت نه پس نېشنل کوآرډینېشن کمېټی جوړه شوې وه ٬دغسې(نن) د جمعې په ورځ ماسپخښين بيا وزیر ??عظ?? عمران خان د نېشنل کوآرډینېشن کمېټۍ غونډه رابللې ده چې نېشنل سکیورټی کمېټی په غونډه كښې په شوو پريكړو د عملدرآمد جاج واخلي۔ده ووئيل د پنجاب وزیر اعلی سیکټريټ كښې د وګړو تګ راتګ محدود کولو احکامات جاري ك??ي كوم چې يو ښه او مناسب اقدام دے۔ده ووئيل حکومت بيا بيا اولس ته خواست كوي چې خپل تګ راتګ محدود کړئ، د غونډو څڅه ډډه وكړئ،اولس ته د ميډيا د لارې خواست کېږي چې په كورونو كښې پاتې شئ،سکولونو كښې رخصتۍ ځكه وركړې شوي ۔ شاہ محمود قریشی ووئيل د چین د کامیابۍ بنیادی وجه دا ده چې د هغوي حکومت په دې وباﺀ قابو موندلو له كوم هم احکامات جاري ك??ې د چين اولس پھ هغې عمل كړې۔ده ووئيل نن د 173 څخه زياتو هېوادونو كښې دا وباﺀ خپره شوې۔ شاہ محمود قریشی ووئيل زه د میډیا په وساطت د وزیر ??عظ?? عمران خان په غوښتنه د خارجه وزير په هيڅ وايم چې په ايران كښې كوم هم بنديزونه لګولې شوي هغه دې اخوا كړې شي هلته زيات كسان مړه شوي،د ايران خارجه وزير هم وائي چې د بنديزونو په وجه د خپل هېواد وسائل استع??ال??لو كښې ستونزې رامخې ته كېږي ۔ دا د انسانیت مسئله ده او زمونږ ګڼ پاكستانيان هم په ايران كښې ګهير شوې دي كوم چې بيرته راتلل غواړي ۔ ده ووئېل مونږ خواست كوو چې دغه بنديزونه اخوا كړئ