اسلام آب??د 13 مارچ (اے پي پي) د مسلم ليګ (ن) د قامي اسمبلۍ غړي احسن اقبال وئيلي دي د کرونا وائرس اندېښنې له مخې دې د جوماتون?? ٬ ?? اولسي غونډو او دستورو وخت كمولو لپاره په اولس كښې شعور بېدار كړې شي۔ د جمعې په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د كرونا وائرس په اړه بحث كښې احسن اقبال ووئيل د قامي سلامتيا كمېټۍ غونډه رابللې شو?? ٬ ??رلښكر د كرونا وائرس په اړه د كوركمانډرانو غونډه رابللو سره د تشويش څرګندونه كړې ۔ ده ووئيل كرونا وائرس په انسان بريد كوي ھغه دا نه ګوري چ?? د دې انسان تعلق د كوم ګوند سره دے٬ مونږ له به په ګډه د دې مقابله كول وي ۔ ده ووئيل د برتانيې حكومت بشپړه اېكشن پلان جو?? كړې ٬ مونږ يو اېكشن پلان نه دې جو?? كړې چې كوم هنګامي ګامونه پورته كول دي ۔ ده غوښتنه وكړه چې په دې معامله دې بايد متفقه نېشنل اېكشن پلان جو?? كړې شي ۔ ده ووئيل په دې معامله به اولس ته د لائف سټائل بدلولو او احتياطي تدابير خپلولو په اړه شعور بېدارول وي۔ د سندھ حکومت د پي اېس اېل په مېچونو كښې هم اولس ته د نه راتللو غږ كړے