اسلام آباد 05 مارچ (اے پي پي) د افغان چارو پوهانو وئيلي دي د امریکې او ??ال??انو ترمېنځه په امن لوظنامه كښې ابهام د امن په لار كښې خنډ جوړېدې شي ٬ كه داسې وشول نو منطقه غېر يقيني صورتحال سره مخ كېدې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه دوي د زيارت په ورځ انسټيټوټ آف پاليسي سټډيز (آئي اپي اېس) اسلام آباد كښې د ” امريكې او ??ال??انو لوظنامې٬ افغانستان كښې د امن امكانات او پاكست??ن لپاره لارې” په سرخط ګول مېز كنفرنس كښې كړې۔ ګول مېز كنفرنس د آئي پي اېس اېګزېكټو صدر خالد رحمٰن په مشرۍ كښې اوشو چې پكښې پخواني سفير سید ابرار حسېن، تجزیه نګار بریګیډیر (ر) سید نذیر مومند، جسټس ډا??ټر محمد الغزالي، جمعه خان صوفی، د افغان چارو كار پوهه عبدالهادي ملا خېل ، طاهر خان او ډا??ټر سعدیه سلیمان ګډون وكړو۔ ګډون كوٶنكي په دې خبره سلا شول چې په لوظنامه كښې يو شمېر ابهام شته ٬ د بنديوانو تبادله٬ په لوظبامه كښې د چا د ضمانت اخستو كمې ٬ د سباٶن د افغان حكومت ډهانچې په اړه غېر يقيني صورتحال٬ د افغان ډلو ترمېنځه د طاقت اشتراك ٬ د امريكې لخوا د كوم معاشي معاونت كمې او په افغانستان كښې موجود يو شمېر متفرق قبائيل او د نورو ډلو په لوظنامه كښې فريق نه جوړېدل داسې معاملې دي كومې چې د امن په لاره كښې خنډان راولاړولې شي۔ ګډون كوٶنكو ووئيل د افغانستان ځائي قبائيل په يو پېج كول د ??ال??انو د قيادت او په سياسي چارو د دوي پوهه به اصل امتحان و