اسلام آباد 24 فروري (اے پي پي) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير اسد عمر په کراچۍ كښې د بلدتياتي اختياراتو په اړه په سپريم كورټ كښې درخواست دائر كړے۔ د ګل په ورځ سپريم كورټ كښې د اسد عمر لخوا په دائر كړې شوي ??واست كښې دا موقف اختيار كړے شوے چې د بلدياتي قانون دف??ې 74 او 75 صوبائي واكمنو ته بلها اختيارات وركوي ??و دا دف??ې د آئين آرټيكل 140 اے سره متصادم دي٬ په درخواست كښې موقف خپل كړې شوې دې چې تحريك انصاف په پنجاب او خېبر پښتونخ??ا بلدياتي ادارې اختيارمندې جوړې كړې دي۔ درخواست كښې سپريم كورټ څخه استدعا شوې ده چې د سندھ د لوكل ګورنمنټ اېكټ 2013 سېكشن 74 او 75 دې كالعدم وګرځولې شي٬ د سندھ بلډنګ کنټرول اتھارټۍ سيکشن 18 دې هم كالعدم وګرځولې شي٬د سندھ حكومت ته دې د كے اېم سي ټول واجبات د ادا كولو او عبوري بلدياتي نمائندګانو ته دې د آرټيكل 140 اے له مخې بشپړه اختيارات وركولو امر وكړې شي۔ درخواست كښې د سندھ حکومت ته ضلع ټيکس سره د سود كے اېم سي ته د وركولو او كراچۍ كښې د اوبو او سېورېج نظام ځائي حكومت ته د حواله كولو هم خواست شوے