اسلام آباد 21 فروري (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان د امريکې او طالبانو ترمېنځه د لوظنامې د لارې په افغانستان كښې د امن هيله څرګندولو سره وئيلي دي په وړومبني ځل په سم لوري هر كار مخ په وړاندې روان دے۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د بيلجيئم د خپرونو ادارې ‘وي آر ټي’ سره خپلې مركه كښې كړې۔ وزيراعظم ووئيل امريكه امن او طالبانو سره خبرې كول غواړي٬ طالبان اوس امريكي سره خبرې كوي٬ په راتلونكي پړاٶ كښې به ډز بندي كېږي او په ممكنه توګه لوظنامه هم كېدې شي۔ وزيراعظم ووئيل كله نه چې مو اقتدار ترلاسه كړې ٬ ما افغانستان كښې امن لپاره هر ډول هڅې كړې ٬ نېك مرغۍ سره ټولې چارې په سم لوري مخ په وړاندې روانې دي ٬ د ترهګرۍ په ضد د جنګ حواله وركولو سره وزيراعظم ووئيل د لس دولسو كالو په موده كښې 70 زره ??اك??تانيان مړه شوي ۔ ده د ترهګرۍ او انتها خوښۍ په صورتحال قابو موندلو كښې د ??اك??تان د وسله والو ځواكونو په خاص توګه د استخباراتي اېجنسو د كردار ستائنه كولو سره ووئيل په دې خبره زه خوشحالي محسوسوم چې زما د وزيراعظم په حېث په ورومبني كال يعنې 2019 د نائن الېون نه پس زيات سوله ايز كال ٶ۔ د كشمير پحقله د پوښتنې په ځواب وزيراعظم ووئيل هند دا مسئله لري چې هند د راشټريه سوائم سېوك سنګه (آر اېس اېس) په نظريه چلېږي٬ آر اېس اېس په درېمه لسيزه كښې نازي فلسف?? څخه متاثر د??٬ د آر اېس اېس موسئسان څوك چې نن سبا د هند واكمن دي ھغوي د هټلر او د ھغه د نسل پرستانه آرين نسل فلسفې نه متاثره وو۔ ده ووئېل هم دا وجه ده چې ھغوي د 80 لكه نه زيات كشميريان په پرانستي زندان كښې ساتلې ۔ وزيراعظم ووئيل زه هند كښې د مودي حكومت نه هېڅ اميد نه لرم خو سباٶن كښې د هند مضبوط قيادت له به د كشمير مسئله حل كول غواړي۔ د هې??اد د اقتصادي صورتحال ذكر كولو سره وزيراعظم ووئيل كال 2019 ??اك??تان لپاره سخت كال ٶ خو نېك مرغۍ سره حكومت په وخت ګامونه پورته كړل او د حكومتي اقداماتو په نتيجه كښې د روانو حسابونو په خساره كښې په يو كال كښې 75 فيصده كمې راغلې، كال 2020 به د ??اك??تان د اقتصادي بحالۍ كال وي۔ وزيراعظم ووئيل حكومت ??اك??تان غېر ملكيانو لپاره پرانځي ٬ د 70 هېوادونو وګړو ته په هوائي مېدان ويزې جاري كېږي٬ ??اك??تان خپلې ټولې سيمې سېلګرۍ لپاره پرانستې دي۔ وزيراعظم ووئيل ??اك??تان د سېلګرۍ په اړه متنوع او ځ??نګړې هې??اد دے٬ پاکستان تراوسه په بشپړه توګه نه دې دريافت كړې شوې٬ دلته مېلمستيا زياته ده٬ هې??اد كښې د امن او سلامتيا په نتيجه كښې مونږ اميد لرو چې په سېلګرۍ كښې به هم اضافه اوشي۔ د ماحولياتي بدلون ذكر كولو سره وزيراعظم ووئيل اوسني حكومت د لس اربه بوټو نالولو هدف ټاكلې چې ورسره به ځنګلونه زيات شي٬ ځناور به زيات شي او په چاپېرچل به په مجموعي توګه ښه آثرات مرتب سي٬ خو وزيراعظم دا خبره نوټ كړه چې ??اك??تان د ماحولياتي الودګۍ څخه زيات ځپلې شوې ٬ د هې??اد انحصار په دريابونو دے او په 80 فيصده دريابونو كښې اوبه د ګلېشيئرز څخه راځي ۔ ده ووئېل د نړيوالې تودهې په نتيجه كښې ګلېشيئرز په تندۍ سره ويلې كېږي او دا زمونږ لپاره لويه مسئله ده ۔ د کرکټ او سياسي کيريئر په پوښتنه وزيراعظم ووئيل ??اك??تان كه زما نه زيات د چا هم مينه وال نشته ٬ زه خپلو مينه والو سره مينه كوم٬ ما پاتې ژوند په كركټ تبصره كولو سره تېرولې شو خو څوك څومره سماجي كار كولې شي ٬ فلاحي رياست او د زياتو خلقو مرسته كولو لپاره په سياست او حكومت كښې راتلل ضروري وٶ۔ وزيراعظم ووئيل د انسان په توګه مونږ له هڅې كول پكار دي٬ كه مونږ كاميابېږو او كه ناكامېږو٬ كاميابي او ناكامي د لوي څښتن په لاس كښې دي٬ دې لپاره زه د مرګ يا د ناكامۍ هېڅ خطر نه لرم٬ چې په كوم څيز زه پوهېږم ھغه دا چې بشپړه هڅې به كوم او د ھغې نتيجه به الله پاك ته پرېږدم او د لوي څښتن چې كومه پرېكړه وي ھغه به ما ته قبوله وي