اسلام آباد 31 جنوري (اے پي پي) د چين خارجه وزير وانګ ژي وئيلې دي د چين ??اك??اران د پاكستانيانو هر ډول ممكنه مرسته او دوي ته د خپلو وګړو غوندې آسانۍ وركوي٬ چين كښې مېشته پاكستانيان په خاص تو??ه زده كوٶنكي د دې وباء نه ساتلو لپاره د چين حكومت خپل ټول ترلاسه وسائل كاروي۔ د جمعې په ورځ د خارجه دفتر وياند له مخې خارجه وزير د چين خپل همڅنګ وانګ ژي سره ټېلي فوني تماس نيولې او په چين كښې د كرو??ا وائرس وباء څخه د ځپليو سيمو صورتحال په اړه ئې تفصيلي خبرې كړې ۔ د چين خارجه وزير وانګ ژي ووئيل د چين ??اك??اران د پاكستانيانو هر ډول ممكنه مرسته او دوي ته د خپلو وګړو غوندې آسانۍ وركوي۔ وانګ ژي د چين په بېلا بيلو سيمو كښې د وائرس او د چين حكومت لخوا د شوې حفاظتي اقداماتو په اړه خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي ته ووئيل چين كښې مېشته پاكستانيان په خاص تو??ه زده كوٶنكي د دې وباء نه ساتلو لپاره د چين حكومت خپل ټول ترلاسه وسائل كاروي۔ ده ووئيل ډبليو اېچ او د کرو??ا وائرس په اړه د چين د حكومت هڅې ستائېلې ۔مخدوم شاه محمود قرېشي د كرو??ا وائرس مخنيوي لپاره د چين چارواكو لخوا تر اوسه په شوو هلو ځلو د اطمينان څرګندونه كولو سره وائرس څخه ځپلو سيمو كښې د مېشته پاكستانيانو په خاص تو??ه زده كوٶنكي د دې وباء نه ساتلو ته په خاص پاملرنه كولو د چين قيادت مننه وكړه۔ ده ووئيل د پاكستان اولس او حكومت په دې سخت وخت كښې د چين حكومت او اولس سره ولاړ دے۔