بیجنګ۔ 20 جنوری (اے پی پی) چين كښې پاكستانۍ سفيرې نغمانه هاشمي د دې هيلې څرګندون?? كړې ده چې د روان كال 2020ﺀ په مهال به د چ??ن او پاكستان ترم??نځ?? ملګرتيا لا قوي شي۔ دا خبره دې د چين ګلوبل ټېلي ويژن نېټ ورك سره مركه كښې وكړه۔ دې ووئيل د چ??ن اولس مشر شي جن پنګ پخپله وئيلي دي چې د پاكستان او چين ترم??نځ?? ازموئيلې شوې او سپرليخېزه ملګرتيا او ستراتېجكي همكاري نړۍ كښې مثال نه لري۔ دې ووئيل د پاكستان او چين ترمينځه اړيكې وخت تېرېدو سره سره لا مضبوطېږي۔ دې ووئيل د پاك چين ملګرتيا او اړيكې په عمومي توګه د ټولې نړۍ او په خصوصي توګه د منطقې په ګټه دي كومې به چې روان كال كښې لا قوي شي