اسلام آباد 01 جنوري (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو لپاره د سېنېټ قائمه كمېټۍ چيئرمېن سناتور فيصل جاوېد وئېلي دي ??ال 2020 به د پاكستان د غريب اولس او د پرمختګ ??ال وي٬معاشي صورتحال كښې د ښه والي ميوې به عام وګړي ته ورسيږي ٬په ??ال 2019 كښې د حكومت د كاميابو اعتراف ټوله نړۍ كوي٬په اصلاحاتو كښې پاكستان په نړۍ كښې په 6 لمبر راغلې او كاروبار كښې د آسانۍ په حقله انډيكس كښې 28 درجې ښه والې راغلې٬بايد اپوزېشن تعميري كردار ترسره كړي٬ بايد پروډكشن آرډر د لارې زندانونو څخه د ملګرو راويستلو لپاره د غونډې رابللو غوښتنه اونه كړی شي۔د شورو په ورځ په سېنېټ كښې ده ووئيل نړيوال بانك٬آسيائي پرمختيائي بانك٬آئي اېم اېف او نورو ادارو د پاكستان معاشي كاركردګي ستائېلي۔دا آسانه خبره نه وه ٬ وزيراعظم عمران خان په خپل ژوند كښې ټول ناممكن څيزونه ممكن كړي او په سياست كښې يې كاميابۍ ترلاسه كړي۔ده ووئيل د 2008 نه تر 2018 شپږ زره اربه روپۍ قرض 30 زره اربه روپو ته رسولې شوې ٬په ??ال 2019 كښې معيشت ښه شوې۔ ده ووئېل كرنټ اكاؤنټ خساره كمه شوې۔وزيراعظم ??ال 2020 د اولس ??ال ګرځولې او وزيرانو ته يې سپارښتنه كړې چې غريب اولس ته پام لرنه وكړي