اسلام آباد 23 دسمبر (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د شريكو ګټو كونسل غونډه شوې٬ په غ??نډه كښې پريكړه شوې چې يو ډول نصاب او د تعليم يو ډول نظام لپاره به صوبائي حكومتونه په ګډه لائحه عمل جوړوي٬پھ غونډه كښې د هېپاټائټس او د روغتيا اصلاحاتو په اړه د صوبو د كاركردګۍ جاج واخستلې شو٬په غ??نډه كښې د ګاز په رائلټي د صوبو ترمينځه تفصيلي خبرې وشوې٬په سباؤن كښې به په اېل پي جي رائلټي د سېلز پرچيز په بنياد كېږي٬په دې لړ كښې به صوبې په اعتماد كښې اخستلې شي٬په غ??نډه كښې په قابل تجيد توان هم تفصيلي غور شوې۔د ګل په ورځ د شريكو ګټو كونسل د غونډې نه پس د وزيراعظم د اطلاعاتو او خپرونو خاص مرستيالې ډ??كټ?? فردوس عاشق اعوان مېډيا ته د بريفنګ وركولو په مهال ووئيل چې د شريكو ګټو كونسل په غ??نډه كښې وزيراعظم د ټولو صوبو خبرې اورېدلې دي٬وزيراعظم صوبائي حكومتونو ته د اولس د بنيادي مسئلو حل كولو هدايت كړې۔په غ??نډه كښې په 23 نكاتي ايجنډا غور شوې۔ډ??كټ?? فردوس عاشق اعوان ووئيل چې د شريكو ګټو كونسل د رايو اتفاق پیدا كولو پليټ فارم دې۔هغې ووئيل چې په غ??نډه كښې پريكړه شوې چې د اوبو په انصاف تقسيم لپاره به ټ??لي مېټري نظام لګولې شي٬په څلورو اونو كښې به جاج اخستلو سره د پروژې پي سي ون تيارولې شي۔هغې ووئيل چې په غ??نډه كښې وئېلې شوي چې د توان په پروژه هره يوه صوبه حق لري٬د توان پروژو د منظورۍ نه وړاندې به نېپرا په اعتماد كښې اخستلې شي٬د واپډا چيف ايګزېكټو لپاره د قابل شخصيت د ټاكنې پريكړه شوې۔هغې ووئيل چې په غ??نډه كښې د تېلو لټون او پیداور د پالېسۍ منظوري وركړې شوې۔هغې ووئيل چې صوبې به د يو بل په اړه اندېښنې تل لپاره ختموي٬به تكنيك?? معاملو د كمېټۍ جوړولو پريكړه شوې۔هغې ووئيل چې وزيراعظم وئېلي چې په صوبو كښې به د اوبو منصفانه تقسيم باوري كولې شي۔په غ??نډه كښې د نېټ هائيډل په معامله د لوړې كچې كمېټۍ جوړولو پريكړه شوې او په دې معامله تفصيلي غور شوې۔د وزيراعظم خاص مرستيالې ووئيل چې وفاقي حكومت به د مزدورانو حقونو لپاره اقدامات كوي۔صوبې به د وركرز ويلفيئر فنډ په اړه پالېسي جوړوي۔هغې ووئيل چې په غ??نډه كښې په اوګرا آرډيننس 2002 كښې د ترميم كولو منظوري وركړې شوې۔٬وزيراعظم هدايت كړې چې صوبې دې د آبادۍ په اړه اقدامات وكړي۔