پېنډې 17 نومبر (ا?? پي پي) د رېلوے وفاقي وزير شېخ رشيد احمد وئيلي دي چې د پاكستان پ?? سياست كښې ښه دور راتلونكې دے٬ نواز شريف ته د 4 اونيو اجازه د چا بريا يا ماتې نه ده٬ نواز شريف حلفيه بيان وركړے چې هغه به د 4 اونۍ علاج نه پس بېرته راځي٬ د شريف وروڼو په بهر لېږلو كښې د چا كوم كردار نشته٬ دا پرېكړه عدالت كړې۔ ده دا خبرې د اتوار په ورځ په پېنډې كښې د سټيم سفاري ټرېن پرانستې نه پس مېډيا سره په ??پل?? خبرو كښې وكړې۔ د پېنډې نه تر اټك د سټيم انجڼ سفاري ټرېن پرانستې دستورې په ??پل?? وېنا كښې وفاقي وزير ??وئ??ل چې په سياست او جنګ كښې وخت ډېر مهم وي٬ پرون هائي كورټ نواز شريف ته د تللو اجازه وركړې٬ د عدالت نه علاوه د چا رول نشته۔ ده ??وئ??ل چې د هائي كورټ پرېكړه د قانون بريا ده?? ده ??وئ??ل چې په سوشل مېډيا د ډيل تاثر وركړے شوے كوم چې درست نه دے٬ راتلونكې دوه درې مياشتې ډېرې مهمې دي٬ بيا به حالات ښه شي۔ ده ??وئ??ل چې د عمران خان اېجنډا دا ده چې كوم غل به نه پرېږدو٬ الله تعالٰي دې نواز شريف ته روغ صحت وركړي۔ د مولانا فضل الرحمان پ?? اړه د پوښتنې په ځواب كښې ده ??وئ??ل چې مولانا پوره هڅه وكړه٬ دوي د چا په خبره بېرته نه دي تللي٬ اوس د پاكستان پ?? سياست كښې ښه وخت راتلونكې دے۔ د رېلوے وزير ??وئ??ل چې 100 كاله پخوانې سټيم انجڼ بحال كولې شي٬ د هغو ټولو هېوادونو مننه كوم چې په دې كار كښې ئې د پاكستان مرسته وكړه۔ ده ??وئ??ل چې د رېل مسافرو په شمېره كښې د 80 لكه اضافه شوې كومه چې لويه بريا ده??