کوال??لم??ور 05 نومبر (اے پي پي) د بهرنيو چارو وزير مخدوم شاه محمود قرېشي د نهې په ورځ په ال??لم??ور كښې د پاکس??ان هائي کمېشن دوره كړې ده ۔ په ماليزيا كښې د پاكس??ان هائي كمشنرې آمنه بلوچ او د سفارت سينئر چارو??كو د خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي هركلې وكړو۔ خارجه وزير په دې موقع د پاكس??ان په هائي كمېسون كوال??لم??ور كښې د جوړ “كميونټي سروس سنټر” پرانسته وكړه۔ دا كميونټي سروس سنټر په ماليزيا كښې د پاكس??ان بزنس كونسل تر سېوري لاندې د ” د اولس د لارې٬ اولس لپاره” د منشور له مخې كار كوي۔ د دې كميونټي سروس سنټر جوړولو مقصد اولس ته په يو ځائ د قونصلر سروسز خدمات رسول دي۔ خارجه وزير ووئيل په ماليزيا كښې د اتيا زرو نه زيات پاكستانيان مېشته دي او هر كال زرمبادله پاكس??ان ته رالېږي او د هېواد په رغونه او پرمختګ كښې خپله برخه اچوي۔ شاه محمود قرېشي ووئيل د پاکستانيانو مسئلې اول حل كولو ته پام لرنه كوو او کميونټي سروس سنټر جوړول د دې سلسلې يوه كړۍ ده۔ خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي په دې موقع د کميونټي سروس سنټر، قونصلر سېکشن پشمول د سفارت د بېلا بېلو څانګو څارنه وكړه۔ خارجه وزير په دې موقع د کميونټي سروس سنټر تر سېوري لاندې د كېش ډپازټ مشين هم پرانسته وكړه او خپله ئې په مشين كښې نغدې جمع كړې۔ خارجه وزير د كميونټي سروس سنټر جوړولو لپاره د پاكس??ان هائي كمېشن كوال??لم??ور او د “ماليزيا پاكس??ان بزنس كونسل” د هلو ځلو ستائنه وكړه