اسلام آباد ۔ 29 اګست (اے پی پی) خارجه وزير شاه محمود قرېشي وئيلي دي هند د جبري حربو سره مقبوضه كشمير كښې د ودانۍ تناسب بدلول غواړي۔ په مقبوضه وادۍ كښې اولس پرله پسې كرفيو او د خوراك او داروګانو كمي سره مخ دے۔د دې خيالاتو څرګنده خارجه وزير د نيوزي لېنډ دوهم وزيراعظم ونسټن پیټر سره ټېلېفوني خبرو كښې وكړه۔ دواړو لارښودو مقبوضه جمو وكشمير كښې د بشري حقونو په سختو خلاف ورزيو او منطقه كښې د امن په ناوړه وضعه د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ خارجه وزير هند د ملګرو ملتونو سېكورټي كو??سل يو شمېر قراردادونو خلاف ورزۍ كو??و سره د اګست په 5 مه نېټه يو اړخيزه ګامونه پورته كو??و سره د مقبوضه جموں وكشمير خصوصي حېثيت ختم كړے۔ ده ووئيل په مواصلات بندېز لګولې شوې٬ دغسې چې اصل حقيقت څخه نړۍ بې خبره وساتلې شي۔ ده ووئيل د نړيوالې ميډيا او بشري حقونو نړيوالو تنظيمونو لخوا رامخې ته كېدونكي راپورونه يوې نوې انساني الميې ته اشاره كو??۔ د نيوزي لېنډ دوهم وزير اعظم او خارجه وزير د مقبوضه كشمير په وضعه اندېښنه ښكاره كو??و سره ووئيل مونږ د ټول صورتح??ل جاج اخلو۔ نيوزي لېنډ كښې د مېشته كميونټي لخوا هم مونږ حالاتو څخه خبرېږو او مونږ به دې لړ كښې خپل مثبت ??ردار ترسره