پېنډۍ 06 اګست (اے پي پي) کور کمانډرز کنف??نس كښې د کشمير پحقله هندي اقدامات رد كول او د حكومتي پرېكړې بشپړه تائيد كړې دے او سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوه وئيلي دي پاك پوځ د كشميريانو د هلو ځلو تر كاميابۍ هغوي ??ره ولاړ دے٬ د خپلو ذمه وارو تر سره كولو لپاره تر هر حده هم تللې شوو۔ د آئي اېس پي آر ډائرېكټر جنرل مېجر جنرال آصف غفور ټوئټ له مخې د كوركمانډرز كنف??نس د نهې په ورځ د سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوہ په مشرۍ كښې د پوځ په مركزي دفتر كښې اوشو۔ كنف??نس كښې د كشمير صورتحال تفصيلي جاج واخستلې شو۔ ټوئټ كښې وئيلي شوي څو لسيزې و??اندې د آرټيكل 370 او 35 اے د لارې په جمو كشمير هندي تسلط جائز ګرځول او تش په نامه هندې هلې ځلې پاكستان كله هم نه دې تسليم كړې او اوس هند هم دا هر څه پخپله منسوخ كړل ۔ کور كمانډرز كنف??نس ته خپلې وېنا كښې سرلښكر د عزم پخلي كولو سره ووئيل پاك پوځ د كشميري اولس د هلو ځلو تر كاميابۍ دوي ??ره ولاړ دے، مونږ چمتو يو او په دې لړ كښې د خپلو ذمه وارو ر سره كولو لپاره مونږ تر هر حده تللې شوو