اسلام آباد 19 جولائي (اے پي پي) احتساب عدالت په اېل اېن جي كوټه كېس كښې نيولي شوي پخواني وزیراعظم شاهد خاقا?? عباسي په 13 ورځو جسماني ريمانډ نېب ته سپارلې دې۔ د جمعې په ورځ قامي احتساب بېورو (نېب) شاهد خاقا?? عباسي د جج محمد بشير په عدالت كښې وړاندې كولو سره موقف خپل كړو چې تورن څخه نور تفتيشن پكار دے او دې لپاره د تورن د 14 ورځو ريمانډ دې منظور كړې شي۔ نېب شاهد خاقا?? عباسي د اېل اېن جي ټرمينل په معامله كښې د اختياراتو په ناجائزه كارولو او قامي خزانې ته د يو نېم ارب روپو زي??ن رسولو ??ه تور نيولې دے۔ د سماعت په مهال جج محمد بشیر شاهد خاقا?? عباسي سره په خبرو كښې ووئيل تاسو به څه وئيل غواړۍ٬ نو په دې شاهد خاقا?? عباسي ووېيل زه غواړم چې د 90 ورځو جسماني رېمانډ راكړې شي دغسې چې زه نېب په اېل اېن جي كېس پوهه كړم ځكه چې تراوسه نېب د اېل اېن جي په كېس نه دې رسېدلې٬ جج د تورن نه پوښتنه وكړه چې ستا وكيل چرته دے نو ده ووئيل زه د خپل ځان پخپله وكيل يم۔ شاهد خاقا?? عباسي عدالت ته خواست وكړٶ چې د كور نه د پرهېزي خوراك راوړلو دې اجازه راكړې شي٬ جج ووئيل نېب به تاسو له پرهيزي خوراك جوړوي۔ عدالت د نېب چارواكو لخوا د شاهد خاقا?? عباسي د جسماني ريمانډ خواست په منظورولو ??غه د 14 ورځو په جسماني ريمانډ نېب ته اوسپارلو ۔ د يادونې وړ ده د زيارت په ورځ شاهد خاقا?? عباسي لاهورته روان ٶ چې په ټهوكر نياز بېګ ټول پلازه نېولے شوے ٶ۔(ګ ل