اسلام آباد 15 اپرېل (اے پي پي) اولس مشر ډاكټر عارف علوي وئيلي دي چې کرتارپور راهداری د خېرسګالۍ او د سولييز ګاٶنډيتوب عكاسي كوي۔ پاكستان ټولو هېوادونو او مذهبونو سره ښې اړيكې غواړي٬ پاكستان امن غواړي او د امن د قدر او قيمت نه خبر دې٬ په اوسنيو كلونو كښې د اسلامو فوبيا او زېنو فوبيا غوندې رجحاناتو سره معاشره كښې تقسيم او خليج ژور شوې دې٬ باور لرو چې ټول هېوادونه او مذهبونه به د اسلامو فوبيا او زېنو فوبيا غوندې د رجحانانو خاتمې او د دې لارې نيولو لپاره خپل كردار ولوبوي٬ سكه ټولنه امن غواړي٬ پاكستان د اقليتونو پحقله د ستر لارښود پېغام ته اهميت وركوي۔ اولس مشر ډاكټر عارف علوي دا خب??ې د ګل په ورځ د بېساكهۍ مېلے پحقله دستورې ته خپله وېنا كښې وكړې۔ ده ووئيل د سكه ټولنې د وروڼو او خوېندو هركلي او د دوي په دستوره كښې ګډون زما لپاره د خوشحالۍ خبره ده۔ ده ووئيل پاكستان امن غواړي او د امن د قدر او قيمت نه ښه خبر دې٬ وزيراعظم عمران خان خپل وړومبي خطاب كښې ګاٶنډې هېوادنو پلو د ملګرتيا لاس وړاندې كړې وو٬ پاكستان خپله د نازك صورتحال څخه تېرېږي٬ مونږ د ترهګرۍ او انتها خوښۍ په مړانه مقابله كړې او مونږ په دې پوهېږو چې امن څومره ضروري دې۔ اولس مشر ووئېل پاكستان او د پاكستان اولس پراخه زړونه لري٬ دا مهال هم پاكستان د 3.5 ??ېل??ونه افغان كډوالو كوربتوب كوي٬ تېر وخت كښې پاكستان د سخت وخت نه راتېر شوې٬ د ترهګرۍ او انتها خوښۍ په ضد جنګ څخه پاكستان ډېر څه زده كړې دي دې لپاره پاكستان تل د امن ملاتړ كوي۔ اولس مشر ووئيل چې سباون كښې به د پاكستان او هند ترمېنځه په ښه اړيكو كښې سكه ټولنه مهم كردار لوبوي٬ سكه ټولنه امن ناكه ټولنه ده او دوي امن غواړي۔ اولس مشر ووئيل امن لپاره ښې اړيكې ضرو??ې دي٬ پاكستان سولييز ??حف??ظ او هركلې كوٶنكې هېواد دې٬ اولس مشر د سكه ټولنې غړو ته ووئيل چې ھغوي دې د مذهبي ځايونه سره سره د پاكستان د شمالي سيمو هم دوره وكړي دوي ته به اندازه ولګي چې پاكستان څومره ??ېل??ه دوست دې او څومره ??حف??ظ هېواد دې۔ ده ووئيل چې په كال 14-2013 كښې 15 زره سېلګرو ?? شمالي سيمو سېل كړې خو اوس 2.5 ??ېل??ونه سېلګري د ګلګت بلتستان او نور د سېل ځايونو دورې كوي۔ اولس مشر په دې موقع په بېساكهي ??ېل?? كښې د ګډون كوونكو سكه ياتري هركلې وكړو او د دې اميد څرګندونه ئې وكړه چې په راتلونكو كلونو كښې به د سكه ټولنې نور