واشنګټن 12 اپریل (اے پی پی) واشنګټن ډی سی كښې د نړيوال ب??نك او نړيوال مالیاتی فنډ كلنه غونډه روانه ده، د غونډې په دويمه ورځ د پاکستان پلاوي د خز??نې وزیر اسد عمر په مشرۍ كښې غونډه كښې ګډون وكړو۔ د پاکستان پلاوې په دې موقع ځينې دوه اړخيزه ملاقاتونه هم كړې۔ د خز??نې وزیر په مشرۍ كښې د پاکستان پلاوي د اسيائي پرمختيائي ب??نك صدر ټاکی هیکو ناکاؤ سره وليدل۔ د خز??نې وزیر هغه د پاکستان کلی معیشت (میکرو اکنامک) صورتحال په اړه خبر كړو۔ ملاقات كښې د پاکستان او نړيوال ب??نك ترمينځه د رو??نې مرستې او پروژو جاج هم واخستلې شو۔ د نړيوال ب??نك صدر پاکستان كښې د اصلاحات عمل وستائلو او په دې لړ كښې ئې د نړيوال ب??نك د اړخه د بشپړه مرستې باور وركړو۔ دې څخه وړاندې د خز??نې وزیر د نړيوال ب??نك ډلې سره ملاقات كښې په نړيوال ب??نك كښې د پاکستان پورټ فولیو په چارو د خيالاتو څرګندونه ??شوه۔د نړيوال ب??نك ډلې مشري د سوئيلي اسياﺀ لپاره د نړيوال ب??نك دوهم صدر هاټ شیفر كوله۔ ملاقات كښې د پاکستان لپاره د نړيوال ب??نك د سباؤن پروژو او پاکستان كښې په بيلو څانګو كښې د ښه والې لپاره د نړيوال ب??نك مرستې په اړه د خيالاتو څرګندونه ??شوه۔ د خز??نې وزير په مشرۍ كښې د پاکستان پلاوي د نړيوال ب??نك ګڼ اړخيزه سرمایه کارۍ ګارنټی ایجنسی (اېم آئی جے اے) ډلې هم ملاقات وكړو۔د ډلې مشري د ایجنسۍ چیف آپریټنګ آفیسر ویجے آئر کوله۔ په دې غونډه كښې د پاکستان حکومت نجکارۍ په پالی??ۍ او هېواد كښې د سرکاری او نجی څانګې شراکت دارۍ په فریم ورك كښې د پراختيا د چارو جاج واخسلې شو۔ ډلې د خز??نې وزیر د ایجن??ۍ او پاکستان ترمينځه د مرستې څخه خبر كړو۔ د خز??نې وزیر د امریکې د خز??نې محکمې ډلې سره هم ملاقات وكړو۔ د خز??نې وزیر ډله د پاکستان د معیشت صورتحال، اصلاحاتو عمل او منی لانډرنګ مخنيوي لپاره د شوو اقداماتو څخه خبر كړه۔ دغسې د خز??نې وزیر د سعودی عرب خپل همڅنګ محمد الجدان سره هم ملاقات كړے ۔ د سعودی د خز??نې وزیر خپل هم څنګ اسد عمر د سعودی عرب د معیشت او سعودی عرب كښې د پاکستانیانو كارمندانو لپاره د روزګار موقعو څخه خبر كړو