اسلام آباد 20 فروري (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئېلي دي هند دې واوري كه څه ډول جارحيت وكړې شو نو پاكستان هم بنګړي نه دي اچولې٬ 20 كروړه اولس د پاك پوځ سره ولاړ دے ٬پاكستان د هندي جاسوس كلبهوشن ياديو په ضد مقدمه كړې٬د پاكستان كيس قوي دے٬كلبهوشن د هند اصل پاسپورټ لري٬مودي دې د كاركردګۍ په بنياد ټول ټاكنو كښې برخه واخلي٬د پاكستان په ضد كمپائن دې نه چلوي٬مونږ به د هند د بشري حقونو خلاف ورزۍ رامخې ته كوو٬نېب په كومه كاروائۍ حك??مت څخه پوښتنه نه كوي٬د سندھ اسمبلۍ سپيكر نيولو سره حك??مت هېڅ تعلق نه لري٬احتساب د سياست سره تړل مناسب نه دي۔ده د شورو په ورځ د پارليمان په خوا كښې مېډيا سره خبرې كولې۔وفاقي وزير وو??يل كلبهوشن د هند اصل پاسپورټ لري٬د برتانيې كمپنۍ هم تصديق كړې چې د كلبهوشن ياديو پاسپورټ اصل دے ٬ده وو??يل كلبهوشن د عمر د حد څخه وړاندې په 47 كاله عمر كښې ولې رېټائر شوې٬كه پاسپورټ اصل ؤ نو كلبهوشن په پاكستان كښې څه كول۔ده وو??يل هند دا موقف لري چې كلبهوشن د ايران څخه نيولې شوې٬د چاه بهار څخه تر پاكستان د 9 ساعته د مزل كولو هند سره څه ثبوت دے ٬ ده وو??ېل آيا هند د ايران څخه پوښتنه كړې٬نړۍ د هند موقف نه لري۔وفاقي وزير وو??يل پاكستان د هندي جاسوس په اړ?? په زړه پورې مقدمه كړې او ښه دلائل يې وركړې ۔د پاكستان كيس قوي دے ۔ده وو??يل نريندر مودي دې اووائي چې هغه د هندي اولس لپاره څه كړې ٬مودي دې په ټول ټاكنو كښې د كركردګۍ په بنياد برخه واخلي۔د پاكستان سره د دښمنۍ پھ بنياد نه۔ وفاقې وزير وو??ېل د هند د اړخه د جارحيت خبرې بې ځايه دي۔كه څه ډول جارحيت اوشو نو مونږ هم بنګړي نه دې اچولې۔د پاكستان اولس د خپل پوځ او حك??مت سره ولاړ دے۔ده وو??يل هندي ځواكونو د اړخه د كشميريانو په نښه كولو مونږ تشويش لرو٬مونږ په سيمه كښې تاؤ تريخوالې نه غواړو۔ د اطلاعات وزير وو??ېل د پلوام?? په پیښه وزيراعظم هند ته د پلټنو او خبرو اترو ښكاره وړاندېز كړې۔ده وو??يل مونږ هند سره اړيكې بحالول غواړو٬تاؤ تريخوالې نه غواړو خو كه هند اشتعال انګزي وكړه نو هم هغسې ځواب به وركولې شي او كه خبرې اترې غواړي نو مونږ هم چمتو يو۔ده وو??يل د پاك پوځ مړانه نړۍ منلې٬نن هند په ټوله نړۍ كښې يوازې دے٬ ده وو??ېل د ډونلډ ټرمپ بيان څخ?? په ډاګه شوې چې نړۍ د هند موقف نه مني۔ده وو??يل د پي ټي آئي پارليماني ګوند غونډه كښې د هند د رويې غندنه شوې٬د پارليماني ګوند غونډه كښې په كشميريانو د هندي ظلم غندنه هم شوې٬د سندھ اسمبلۍ سپيكر آغا سراج دراني نيولو په حقله ده وو??يل د سندھ اسمبلۍ سپيكر نېب نيولې۔وفاق دې سره هېڅ تعلق نه لري۔نېب د پنجاب څخه زمونږ سينئر وزير عليم خ??ن هم نيولې٬ ده وو??ېل مونږ دا ګڼو چې احتساب د سياست سره اونه تړلې شي۔ده وو??يل حك??مت تل د قانون عملدارۍ ملاتړ كړې بايد د پاكستان پرمختګ لپاره د قانون حكمراني وي