اسلام آباد ۔ 8 فروری (اے پی پی) د سېنېټ چیئرمېن محمد صادق سنجرانی سره د چين سفير یاؤ جنګ د جمعې په ورځ ملاقات وكړو۔ ملاقات كښې د چين سفير د سېنېټ چيئرمېن بلوچستان كښې د سي پېك تر سيوري لاندې روان منصوبو په اړه خبر كړو۔ په دې مهال د بلوچستان چيف سېكتر ډاكټر نذير هم موجود وو۔ د سېنېټ سېكرټرېټ ترمخه د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجرانی ووئيل بلوچستان كښې په روانو منصوبو ??ې كار تند كړې شي دغسې چې د پرمختګ عمل مېوو څخه اولس ګټه پورته كړې شي۔ بلوچستان كښې دې د اوبو ??سنې ٬ روغتيا ٬ووكېشنل ټرېننګ او د لوبو ودې منصوبې بايد په ترجيحي بنيادونو ت??سره كړې شي۔ ملاقات كښې په دې خبره صلا راغله چې بلوچستان ته دې روغتيا او زده كړو سره اړوندې آسانۍ وركړې شي۔ د سېنېټ چيئرمېن هدايت وكړو چې د نړيوال معيار يو روغتون جوړولو كار زر تر زره پېل كولو له دې منصوبه بندي وكړې شي۔ ده ووئيل د پاكو اوبو ??سنه به د بلوچستان د زياتې ودانۍ په ګټه وي۔ د سېنېټ چيئرمېن ووئيل بلوجستان كښې د فشريز څانګه د سرمايه كارۍ پراخا ګنجائش لري۔ ده ووئيل د پرمختګ په دې عمل كښې د هېواد نورې وروستو پاتې ??يمې هم شامل كړې شي۔ صادق سنجرانی ووئيل د بلوچستان زده كوؤنكو ته دې وظيفې وركړې شي۔ په دې لړ كښې دې د مېرټ ترمخه او صوبائي حكومت په نګرانۍ كښې ټولو ضلعو ته يو برابر برخه وركړې شي۔ په دې مهال خپلو خبرو كښې د چين سفير ووئيل چې بلوچستان كښې د چين په مرسته د لوبو ??نفراسټركچر ودې له به اولنې فټ بال سټېډيم كوئټه كښې جوړولې شي۔ ده ووئيل د منصوبه بندۍ وزارت سره په ګډه وروستو پاتې ??يمو له منصوبې جوړولې شي