اسلام آباد 06 جنوري (اے پي پي) د اط??اعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن په خپل ټويټ پېغام كښې وئيلي دي چې ﴿نن﴾ د ??توار په ورځ د ځوان زده كوونكي شهيد اعتزاز حسن تلين ده كوم چې د هنګو په سكول كښې ځانمرګي بريد شنډولو سره خپل ځان قربان كړو او د 100 زده كوونكو ژوند ئې بچ كړو۔ ده ووئيل چې ??ي ټي وي 2 به د ??توار او ګل په مېنځنې شپه شهيد اعتزاز ته پېرزوينه وړاندې كولو لپاره ډاكومنټري خپروي۔ د ټويټ په پاې كښې د اط??اعاتو وزير ټولو شهيدانو ته سلام وړاندې كړو۔