انقره 04 جنوري (اے ??ي پي) وزيراعظم عمران خان د جمعې پھ ورځ په انقره كښ?? د جديد تركيې باني غازي مصطفٰی كمال اتاترك په مزار حاضري وكړه او په مزار يې ګلدسته كېښودله۔وزيراعظم په دې موقع په ګولډن بك كښ?? خبل تاثرات هم وليكل۔وزيراعظم په خپلو تاثراتو كښ?? وليكل چې د 20مې پیړۍ عظيم مدبر او په دوراندېش مشرانو كښ?? شامل د غازي مصطفٰی كمال اتا ترك په مزار حاضري او هغه ته پېرزوينې وړاندې كول ده لپاره د اعزاز خبره ده۔وزيراعظم په خپلو تاثراتو كښ?? وليكل چې غازي مصطفٰی كمال اتا ترك په سختو حالاتو كښ?? د ترك قوم مشري كړې۔ده د ترك قوم بلكې په حقيقت كښ?? د نړۍ تاريخ بدل كړې۔هغه په ټوله نړۍ كښ?? د استعمار په ضد مقاؤمت كونكو لپاره د لارې مشال جوړ شوې۔هغه د جرآت٬عزم٬استقلال٬صبر او تحمل او د دانش روحانه ميناره وه۔وزيراعظم ووئيل چې بابائے قوم قائداعظم محمد علي جناح غازي مصطفٰی كمال اتا ترك په عظيمو شخصياتو كښ?? ګرځولې۔وزيراعظم د پاكستاني حكومت او اولس لخوا غازي مصطفٰی كمال اتا ترك لپاره د عقيدت او احترام څرګندونه وكړه او وې وئېل چې د ترك قوم آزادۍ او اتحاد لپاره به د غازي مصطفٰی كمال اتا ترك هڅې او مشري د تاريخ په پاڼو كښ?? تل په زرينو ټكو ليكلې شي