اسلام آباد/بيجنګ 04 دسمبر(اے پي پي)په چين كښې د پاكس??ان سفير مسعود خالد وئېلي دي چې د پاك چين د سدابهار ملګرتيا مضبوطولو ك??ې د مېډيا كردار د اهميت وړ دې او مېډيا د دواړو هېوادونو ترمينځه اړيكې مثبت اړخونه رامخې ته كول غواړي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د بيجنګ په فارن سټډيز پوهنتون كښې دستورې ته وېنا كښې د خاص مېلما په توګه په خپل خطاب كښې وكړه۔ ده ووئيل چې په عصر حاضر كښې د مېډيا كردار د كليدي نوعيت دې٬د دواړو هېوادونو د اولس استفادې لپاره مېډيا له مثبت اړخونه رامخې ته كولو پلو خپل پام ګرځول پكار دي۔ده ووئيل چې دا مهال سي سي ټي وي او سي جي ټي اېن پاكس??ان كښې خپل پروګرام ښائي٬دغسې چين كښې د پاكس??ان ټي وي چينل له خپل پروګرام ښودل پكار دي٬دې سره به د دواړو هېوادونو اړيكې لا مضبوطې شي۔د چين يو ټي وي چينل په دې وروستيو ك??ې په پاكس??ان كښې يو دستاويزي فلم لپاره رېكارډنګ بشپړ كړې دې۔كوم كښې چې د پاكس??ان د بېلو مثبت اړخونو احاطه شوې ده٬د دې دستاويزي فلم نندارتون به ډېر زر وشي۔ده ووئيل چې دا مهال په چين كښې 25 زره پاكستاني زده كونكي زده كړې ترلاسه كوي٬ دا زده كونكي د دواړو هېوادونو ترمينځه د ملګرتيا سفيران دي٬پاكستاني زده كونكي د خپل قيام په مهال د چين د كلتور او ژبې سره معارفي كېږي٬دې سره به د دواړو هېوادونو ترمينځه اړيكې او ملګرتيا لا وده وكړي۔د پاكس??ان او چين ترمينځه تاريخي اړيكو ذكر كولو سره ده ووئيل چې دواړه هېوادونه يو بل ته رانزدې كولو لپاره يوازې تجارتي ګټه عنصر نه و٬ اصل خبره د دواړو هېوادونو اولس زړونو ك??ې يو بل سره مينه او د اخوت جذبات و٬ كوم چې د پاكس??ان او چين ترمينځه ملګرتيا مستحكم كولو ك??ې ځانګړې كردارادا كړو۔دستورې ته نورو مشرانو هم خطاب وكړو۔