اسلام آباد 19 اکتوبر (اے پي پي) د بشري حقونو وفاقي وزيرې ډاكټر شيرين مزاري سره د سنټر ف??ر سوشل جسټس ايګزېكټو ډائرېكټر پېټرجېكب پھ مشرۍ كښې پلاوي د جمعې پھ ورځ ملاق??ت كړې۔په پلاوي كښې د آئي ډي آر اے سي ډائرېكټر امجد نذير د بائيټس فار آل رابطه كاره فاطمه عاطف او نور كسان شامل وو۔د ملاقات په مهال پلاوي وفاقي وزيره د اقليتونو د حقونو په اړه چارو او دوي ته د پیښو ستونزو نه خبره كړه او د دې ح?? لپاره يې تجويزونه وركړل۔وفاقي وزيرې پلاوي سره په خبرو كښې ووئيل اوسنې حكومت د بنيادي حقونو ت??فظ او پھ خاص توګه د اقليتونو د حقونو ت??فظ لپاره پوخ عزم لرم۔هغې پلاوي ته د مسئلو ح?? لپاره په بېړنۍ توګه د اقداماتو كولو باور وركړو۔وفاقي وزيرې سره د پروګريسيو يوت سوسائټي آف پاكستان چيف ايګزېكټو آفيسر جبير خان په مشرۍ كښې يو پلاوي هم ملاق??ت كړے۔د ملاقات پھ مهال د سوسائټۍ چيئرپرسن هما جميل بابر او نور چارواكي هم موجود وو۔پلاوي وفاقي وزيره د ادارې لخوا ځوانانو لپاره د شوو اقداماتو نه خبر كړه۔پلاوي په دې لړ كښې تجويزونه هم وركړل۔وفاقي وزير پلاوي سره په خبرو كښې ووئيل ځوانان د هېواد او قام اثاثه دي٬هغې په ځوانانو كښې د صلاحيتونو راڅرګندولو لپاره د ادارې كاركردګي وستائېله۔هغې ووئيل اوسنې حكومت د ځوانانو بهترۍ٬لوړو زده كړو او د روزګار وركولو پشمول د مثبتو چارو ودې لپاره هر ډول ممكنه اقدام??ت كوي٬هغې پلاوي ته د ځوانانو د ستونزو حل كولو باور هم وركړو