اسلام ??با?? ۔ 15 اکتوبر (اے پی پی) اولس مشر ډاكټر عارف علوي وئيلي دي حكومت د سماجي څانګې پرمختګ له لوظي دې۔ پاكستان د جوهري وسلې په زغل كښې شامل نه دے۔ د منطقې ټولو هېوادونو كښې امن او استحكام غواړو۔ د ګل په ورځ ځائي هوټل كښې د سټ??ټې??ك سټډيز انسټيتيوټ اسلام ??با?? تر سېوري لاندې د “عالمی جوهری عدم پھیلاؤ نظام: چیلنجز اور رد عمل” په سرخط نړيوال كنفرنس ته خطاب كښې ده ووئيل جوهري وسله يوازې دفاع لپاره ده۔ پاكستان په نړۍ كښې د جوهري وسلې نه خپرونې ملاتړ كوي۔ ده ووئيل نړيوال امن ته د پېښو خطرو مقابله په ګډه كېدې شي۔ د نوې ټېكنالوجي كارول?? په اړه په نړيواله كچه قانون سازۍ ته اړتيا ده۔ د كشمير مسئله په سوئيلي آسيا كښې د ستونزې بنيادي سوب دے۔ اولس مشر ووئيل منطقه جوهري وسلې څخه پاكولو كښې د ګاونډي هې??اد جوهري تجربې خنډ جوړې شوي دي۔ د پاكستان جوهري پروګرام آئي اے اي اے د قاعدو او ضابطو ترمخه دے۔ پاكستان د ماحولياتي بدلون څخه ځپلې شويو هېوادونو كښې په وړومبو هېوادونو كښې دے۔ ده ووئيل د اتوامي توان كارولو سره هې??اد كښې د ماحولياتي آلودګۍ خطرې كمېدې شي۔ ده ووئيل د جوهري عدم خپرونې هڅو كښې پاكستان اړوند ادارو سره مرستې كولو له چمتو دے۔