د مذهبي چارو وفاقي وزير نور الحق قادري د ټولو ګوندونو كنفرنس ته خطاب
اسلام آباد ۔ 30 ستمبر (اے پی پی) د مذهبي چارو وفاقي وزير نور الحق قادري وئيلي دي د ناموس رسالت معامله چې څومره موجوده حكومت په فعاله ډول رامخې ته كړې تېر وختونو كښې مثال نه لري۔ د پاكستان اولنۍ ترجيح امن دے۔ هند په كش??ير كښې ناكامه شوې دې۔ د پاكستان تحريك انصاف حكومت د مدينې رياست تصور رامخې ته كولو سره راغ??ې دې۔ د مدرسو په لار?? كښې د خنډانو ودرولو سوچ هم كولې نه شو۔ ددې خيالاتو څرګندونه ده د اتوار په ورځ د دفاع پاكستان كونسل تر سېوري لاندې د ټولو ګوندونو كنفرنس ته خطاب كښې وكړه۔ ده ووئيل زه دې كنفرنس كښې ګډون له د وزيراعظم عمران خان په وېنا راغلې يم۔ ده ووئيل مولانا سميع الحق سره د ناروغۍ كنفرنس كولو سره ډېر مهم كار كړې دې۔ ده ووئيل هند كش??ير كښې ناكامه شوې دې۔ او د هر كش??يري شهيد كېدو نه وروستو د پاكستان زنده باد غږ پورته كېږي۔ ده ووئيل هغه ورځ لرې نه ده چې كش??ير به د پاكستان برخه جوړ شي۔ ده ووئيل اوس هند سره هم د خپل سباؤن فكر مل??رې شوې دې۔ ده ووئيل كه هند كوم حركت وكړو نو زمونږ وسله وال ځواك هر وخت تيار دے۔ وفاقي وزير ووئيل د پاكستان اولنۍ ترجيح امن دے۔ مونږ هند سره ټولې مسئ??ې د خبرو د لارې حل كول غواړو۔ ده ووئيل د وفاقي كابينې په اولنۍ غونډ?? كښې د سپكاوي خاكو په سختو ټكو غندنه وكړې شوه۔ سېنېټ او قومي اسمبلۍ څخه د قرارداد منظورېدو سره د هالېنډ سفير راوبللې شو او دې د خپل دريځ څخه خبر كړې شو۔ دې سره سره خارجه وزير هم په دې اړه د اسلامي هېوادونو خپل همڅنګو سره رابطه وكړه۔ ده ووئيل د پاكستان په آئين كښې قاديانې كافر ګرځولې شوې څوك كلمه ويونكې هم ده ته مسلمان وئيلې نه شي۔ ده ووئيل عمران خان به ډېر زر د مدارسو مشرانو سره ملاقات كولو سره ددوئي مسئلې حل كړي