اسلام آباد ۔ 12 ف??وری (اے پی پی) وزیراعظم شاھد خاقان عباسی سره د كراچۍ حسیمیھ او سیفیھ سکولونو طالبعلمانو يو پلاوي وزيراعظم آفس كښې ليدلې دي ۔ د وزیراعظم خاص مرستيال علی جھانګی?? صدیقی، د موسمونو بدلون پارلیمانی سېکتره رومینھ خورشید عالم او د سکول فېکلټی غړي هم مل??قا?? كښې موجود وو۔ وزیراعظم ووئيل د مسلم لیګ (ن) حکومت د پرائم منسټر یوتھ پروګرام تر سېوري لاندې مېرمنې خپلواكه جوړولو او د انجونو زده كړو ته خاص پاملرنه كوي۔ ده ووئيل د انجونو تعليم ډېر مهم دے ولې چې دوئي زمونږ د سباؤن د نسل تربيه كوي۔ د يوې پوښتنې په ځواب وزيراعظم ووئيل كاميابي كوم شارټ كټ نه لري۔ طالبعلمانو له به سخت محنت كول وي چې دوئي په خپلو خپلو مېدانونو كښې د هېواد خذمت وكړي۔ دې څخه وړاندې علي جهانګي?? صديقي زده كوؤنكو سره مل??قا?? وكړو او د حكومت د انتظامي كار په اړه ئې دوئي له بريفنګ وركړو