اسلام آباد 12 فروری (اے پي پي﴾اولس مشر ممنون حس??ن وئېلي دي د اسلامي نړۍ رښتينې پرمختګ باوري كولو لپاره لائق او ذيركو سياستمداروته اړتيا ده٬په دې لړ كښې كامسټيك د قدر وړ كردار ترسره كوي۔ده دا خبرې د او آئي سي د ??ائ??س او ټېكنالوجۍ قائمه كمېټۍ (كامسټېك)غونډې ته د وېنا كولو په مهال وكړې كومه چې د ګل په ورځ ايوان صدر كښې د اولس مشر په مشرۍ كښې وشوه۔په دې موقع د ??ائ??س او ټېكنالوجۍ وفاقي وزير رانا تنوير حس??ن او نور اعلٰی چارواكي هم موجود وو۔د كامسټېك كوآرډينېټر جنرل ډاكټر شوكت حميد غونډې ته په آستانه كښې د ??ائ??س او ټېكنالوجۍ په اړه د او آئي سي د مشرانو غونډه كښې د شوو پريكړو په اړه بريفنګ هم وركړو۔اولس مشر ووئيل د اسلامي نړۍ او د پاكستان پرمختګ او خوشحالۍ لپاره د ??ائ??س او ټېكنالوجۍ پرمختګ ډېر ضروري دے۔په دې خوشحاله يم چې د اسلامي مرستې تنظيم د ??ائ??س او ټېكنالوجۍ قائمه كمېټي په دې لړ كښې غوره كردار ترسره كوي۔ ده ووئېل هيله ده چې د كامسټېك سره تړلې هيلې به ډېرې زر پوره شي۔په غونډه كښې د ??ائ??س او ټېكنالوجۍ وفاقي وزير رانا تنوير حس??ن نه علاوه د ??ائ??س او ټېكنالوجۍ سېكترې مېرمن ياسمين محمود٬د كامسټېك صلاحكار ډاكټر قاسم جان او كارپورهه ډاكټر خورشيد حسنېن هم ګډون وكړو