ملتان۔3 فروری(اے پی پی) د كورنيو چارو وف??قي وزير احسن اقبال وئيلي دي پاكستان كښې د سړكونو او موټروېز منصوبې تندۍ سره پايې ته رسي۔ د م??اصلات تر ټولو نوې انفراسټركچر لرلو سره پاكستان د م??طقې تر ټولو هېوادونو وړاندې دې۔ ددې خيالاتو څرګندونه ده د خالي په ورځ اېن اېچ اے کمپلېکس كښې د سكھر ملتان موټروے په اړه بريفنګ څخه وروسته ميډيا سره خبرو كښې وكړه۔ ده ووئيل په ټول هېواد كښې د 16سوکلومیټر موټروېز جوړولو كار روان روان دے۔ د سی پېک تر سېوري لاندې هم كراچۍ څخه تر پېښور موټروېز جوړولې شي۔ ده ووئيل د م??جوده حكومت په 4 كلونو كښې د 70 كاله څخه زياته سرمايه كاري كېږي۔ كه د پرمختګ دا رفتار كه دغسې روان پاتې شو نو په كال 2025ﺀ كښې به مونږ د نړۍ لويو او غوره معيشتونو كښې شامل شؤ۔ ده ووئيل كال 2013ﺀ څخه وړاندې د توان منصوبو ته پام نه دې شوې۔ اقتدار كښې راتلو سره مونږ يو شمېر مسئلو سره مخ شؤ۔ مونږ درې لويو مسئلو كومو كښې چې د توان ستونزه ٬ د معيشت ځپلې حالت او د ترهګرۍ عفريت شامل وو سره مخ وو۔ زمونږ حكومت محنت كولو سره په ترهګرۍ قابو وموندلو٬ د برېښنا نوې منصوبو سره 11 زره مېګاواټ څخه زياته برېښنا قامي ګرډ كښې شامل كړې شوه۔ د پاكستان معيشت هم مخ په وړاندې روان دے۔ سی پېک منصوبه كومه چې تر كال 2013ﺀ په كاغذونو كښې وه اوس تندۍ سره پايې ته رسي۔ ده ووئيل د سكھر ملتان موټروے منصوبه به د سوئيلي پنجاب ټوله منطقه پرمختګ سره وتړي۔ ده ووئيل ددې دوه سېكشنې به تر 15 مئي پايې ته ورسي۔ دغسې كراچي پشاور حېدرآباد م??ټروے منصوبه به تر كال 2019 بشپړ شي۔ ده ووئيل پاكستان مسلم ليګ ن يو موټې دې په دې كښې كوم اختلاف نشته۔ زمونږ صدر محمد نو??زشريف دے ۔ د راؤ انوار د نيولو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل پوليس دده نيولو له بشپړه هڅې كوي۔