اسلام آباد 23 دسمبر (اے پي پي) د چ??ن اولس مشر چي جن پنګ اولس مشر ممنون ح??ېن ته د هغه د سالګرې په موقع مباركي او د نېكو هيلو پېغام رالېږلې۔ اولس مشر ته دا پېغام د چين سفير ينګ ياو په خاص توګه رارسولې دے۔ د چ??ن اولس مشر په خپل پېغام كښې وئيلي دي چې پاكستان او چين ښه ملګري او ستراتېژيكي شراكتدار دي كوم چې د ازمېښت په هره يوه موقع د يو بل په كار راغلي دي۔ ده وئيلي دي چې د دواړو هېوادونو ترمېنځه د ژوند په ټولو څانګو كښې مرسته مخ په زياتېدو ده كومه چې د خوشحالې خبره د??۔ د چ??ن اولس مشر وئيلي دي چې هغه د چ??ن او پاكستان د دوستې نه ډېرې هيلې ??ري او دواړه هېوادونه پرمختګ او خوشحالې ??پاره په ګډه د كار كولو خواهش لري چې دغسې د دواړو هېوادونو دا خوږه دوستې نوره هم مخ په وړاندې لاړه شي۔ اولس مشر ممنون ح??ېن په دې موقع د چينائي اولس مشر مننه كړې او وئيلي ئې دي چې دواړه هېوادونه به د اولس خوشحالې ??پاره يو بل سره مرسته روانه ساتي۔ ده ووئيل چې د پاكستان او چين دوستې نړۍ لپاره يو مثالي حيثيت لري۔