اسلام آباد 10 دسمبر (اے پي پي) د اطلاعاتو ٬ خپرونو او قومي ورثه دوهمې وزيرې مريم اورنګزېب وئيلي دي چې عم??ان خان نن بيا هغه پخوانې ريكارډ چلولې٬ هغه د خپلو تقريرونو د لارې خپل ځان بې وقوف جوړوي٬ ووايه د تېرو څلور نيمو كلونو په مهال دې څومره د برېښنا پروژې ولګولې٬ ووايه 350 د اوبو بندونه چرته دي٬ِ عم??ان خان صاحب قوم ته ووايه انصاف بس چرته د??٬ ووايه د احستاب كميشن تالا به كله پرانيځې٬ عم??ان خان صاحب تا د تېرو څلور نيمو كلونو په مهال د ژړا كولو٬ دروغ وئيلو او كنځلو كولو نه علاوه نور څه وكړل٬ عم??ان خان صاحب اوس خو به ان شاالله اورنج ټرېن هم ترسره شي٬ ستا به څه كېږي٬ عم??ان صاحب دې په راتلونكې وېنا كښې په خېبر پښتونخوا كښې د خپل حكومت په كاركردګې يوازې درې جملې ووائي۔ د اتوار په ورځ په خپل يو بيان كښې دوهمې وزير مريم اورنګزېب ووئيل چې عم??ان خان صاحب تا چې د تېرو څلورو كلونو په مهال څومره دروغ ووئيل كه دومره كار دې كړے و نو د خېبر پښتونخوا خلقو به ستا په ضد د بني ګالا نه بهر احتجاجي مظاهرې نه كولې۔ هغې ووئيل چې عم??ان صاحب ټول قوم ستا كرپشن٬ مني لا??ډرنګ٬ د جوارې پېسو٬ د ګوند فنډنګ٬ په پارلمان بريد ٬ په پي ټي وي برېد كسېونو كښې د ترهګرې د مخ نيوي عدالت٬ د ټاكنو كميسون او سترې محكمې ته ګوري۔ هغې ووئيل چې عم??ان صاحب ته د پاكستان او په خاص توګه د كے پي كے د اولس نه د كوم څيز بدل اخلې۔ وفاقي حكومت د تېرو څلور نيمو كلونو په مهال ستا د برخې كار هم كړے٬ ځكه چې ته خو د كانټينر څخه نه راكوزېدے۔ هغې ووئيل چې عم??ان صاحب كه تا د تېرو څلور نيمو كلونو په مهال په خپلو مشورو هم عمل كړے و نو د خېبر پښتونخوا د خلقو حالت به ښه و۔ عم??ان صاحب په خېبر پښتونخوا كښې دې مېټرو او بس سروس خو پېل نه كړے شو اوس خو ركشه سروس پېل كړه۔ عم??ان صاحب به په راتلونكې غونډه كښې وشمېري چې د تېرو څلور نيمو كلونو په مهال ئې څومره دروغ وئيلي دي۔