اسلام آباد ۔ 5 دسمبر (اے پی پی) د دفاعي پېداوار وفاقي وزير خرم دستګیر خان وئيلي دي پاكستان او تا??كس??ان يو ډول امنيتي چېلنجونو او خطرو سره مخ دي۔ پاكستان د ټولو چارو په سوليز ډول هواري باور لري۔ سيمه كښې د امن او استحكام ودې له د تا??كس??ان هڅې د ستائلو دي۔ د دې خيالاتو څرګندو??ه وفاقي وزير پاكستان كښې د تا??كس??ان سفير شېرعلي جانونوف سره خبرو كښې وكړه چا چې د نهې په ورځ وفاقي وزير سره ملاقات وكړو۔ وفاقي وزير په دې مهال د تا??كس??ان د سول او پوځي مشرتابه او اولس لپاره د نېكو هيلو څرګندو??ه وكړه۔ وفاقي وزير ووئيل د افغانستان ګاونډي كېدو په حېث پاكستان او تا??كس??ان يو ډول امنيتي چېلنجونو او خطرو سره مخ دي۔ وفاقي وزير ووئيل سي پېك به ګوادر څخه تر كاشغر او تا??كس??ان د رابطو او استحكام نوې موقعې رامخې ته كړي۔ وفاقي وزير د نړيوالو جرمونو او ترهګرۍ په ضد جنګ له د اعلی كچې پوځي پلاويو تګ راتګ او تربيې د لارې استخباراتي مرسته تندولو مېكنزم په حاجت زور راوړو۔ خرم دستګير ووئ??ل پاكستان د تا??كس??ان وسله والو ځواكونو صلاحيت لا زياتولو له چمتو دے۔